اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلے عهدېدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حکومت د رائے د اظهار په آزادۍ او د صحافت په آزادۍ پوخ باور لري، د خبريالانو خېرښګړې لپاره هره ډول ممكن اقدامات كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د لاهور پرېس كلب نوي ټاكلے شوي صدر اعظم چوهدري، سينئر نائب صدر شاداب رياض، نائب صدر ظهير احمد بابر، سېكرټري عبدالمجيد ساجد، جوائنټ سېکرټري حسن تېمور جکھړ او فنانس سېكرټري حافظ فېض احمد پشمول د ګورننګ باډۍ غړو له د لاهور پرېس كلب الېكشن كښې په كاميابۍ مباركي وركړې ۔ وفاقي وزيرې دا هيله څرګنده كړه چې د نوې منتخب قيادت به د خبريالانو ښګړې لپاره خپل كردار ولوبوي۔ دې ووئيل د لاهور خبرياله ورورولي به د آئين او قانون سرلوړۍ او جمهوري رواياتو لپاره خپل كردار لوبوي۔ دغسې وفاقي وزيرې د پرېس كلب نوې منتخب باډۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
وفاقي وزيرې د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلو عهدېدارو له مباركي وركړه٬حکومت د رائے اظهار په آزادۍ او د صحافت په آزادۍ پوخ باور لري۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں