په ګرانو تيلو چليدونكې د بريښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د بريښنا د ترسيل استعداد زياتولو ته اړتيا ده ٬ وزيراعظم شهباز شريف


اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په ګرانو تېلو چلېدونكې د برېښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د برېښنا د ترسيل استعداد زياتول ضروري دي٬ د ونډ ٬ پن برېښنا او د شمسي توان منصوبو په زړه پورې نتيجې به رامخې ته شي٬ حكومت د برېښنا د غلا مخنيوي كولو عزم لري٬ د برېښنا د غلا مخنيوي كښې د پنجاب كاركردګي د ډاډ وړ ده٬ نورې صوبې دې هم د برېښنا د غلام مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي٬ اېن ډي اېم اے دې د بارانونو د لاسه د شويو زيانونو ازالې له صوبو سره په ګډه بشپړه لائحه وضعه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د برېښنا صورتحال سره اړوندې د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پاور ډویژن وفاقي وزير سردار اوایس احمد خان لغاری ، د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطا تارړ، خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ، د پټروليم وفاقی وزیر مصدق ملک، د اقتصادي چارو وفاقی وزیر احد چیمه، د دفاع وفاقی وزیر خواجه آصف او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ ده ووئيل د بېلو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستلې شي۔ د معيشت په اړه يو شمېر غونډې شوي دي۔ په هېواد كښې بارانونه روان دي دې سره به ډېمونو ته هم اوبه راشي او د پن برېښنا پېداوار به زيات شي۔ د بارانونو د لاسه ځاني زيان هم شوے دے ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته هدايت شوے دے چې هغه صوبو سره په ګډه بشپړه لائحه وضعه كړي دغسې چې د بارانونو دلاسه چرته هم زيان شوے دے هلته د مرستې سامان ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا د غلا مخنيوي كښې د پنجاب كاركردګي د ډاډ وړ ده٬ نورې صوبې دې هم د برېښنا د غلام مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا د رسنې په نظام كښې ځينې خامۍ شته ٬ د رسنې نظام استعداد زياتولو له به د پوهانو خذمات ترلاسه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د اضافي برېښنا كارولو له هم بايد اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل د پن برېښنا زياتولو پلو به پام ګرځول وي۔ د برېښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د برېښنا د ترسيل استعداد زياتول ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل د ونډ ٬ پن برېښنا او شمسي توان منصوبو په زړه پورې نتيجې به رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل سسټم لا ښه كول وي ولې چې د 27 ارب ډالر درآمدات مونږ د خپلې برېښنا او د ټرانسپورت ضرورت ترسره كولو له كوؤ۔ ده ووئيل كه د برېښنا پېداوار لپاره مونږ متبادلې ذريعې وكارؤ نو د اربونو ډالر تېلو درآمد كولو بل كمېدې شي۔ ده ووئيل كه دې لپاره بشبړه منصوبه بندي وكړې شي نو مونږ ته به په سباؤن كښې د دې زيات ګټې ورسي۔