اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د قامی پرمختګ لپاره اتحاد او یووالي په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې زمونږ مشرانو مساوات، مذهبی آزادۍ او بنیادی حقونو لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي، تحریك پاکستان لارښودو او کارمندانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد ګڼ شمير قربانۍ وركړې دي،د كركي په ځائې ميني ته به وده وركول وي، د قائد اعظم په فرمودات عمل کولو سره به پاکستان د سوكالۍ پلو روانول وي،د هېواد دفاع او سلامتیا لپاره هلو ځلو كونكو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔د دې خيالاتو څركندونه ده د پاکستان76مي آزادۍ ورځ په موقع وفاقی پايه تخت اسلام آباد كښې د ګل په ورځ د بيرغ هسك كولو مرکزی دستوري ته و ينا كښې وكړه۔ صدر مملکت کنونشن سینټر كښې په دستوره كښې بيرغ هسك كړو۔دستوره كښې د سېنېټ چیئرمېن ، د قامی اسمبلۍ سپيكر ، وړومبۍ ميرمن ، اعلیٰ سول او عسکری چارواكو او غير ملکی سفارتکارو پشمول زدكونكو ګډون وكړو۔ صدر مملکت د آزادۍ ورځ په موقع په خپل خطاب كښې ټول قام له مباركي وركړه،ده د خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو كونكو کشمیریانو له د پاكستان د اړخه د بشپړه تائید او حمایت پخلې كولو سره ووئيل کشمیریانو سره د يووالي څرګندونه كوو،ده ووئيل انشاءالله کشمیر به پاکستان جوړېږي۔ ډاکټر عارف علوی د قامی یووالي او اتحاد ودي په حاجت زور راوړلو سره ووئيل سیاستمدار او اسټیك هولډرز بايد د درګزر رویه خپله كړي، پاکستان د خپلو لارښودو څخه تقاضه کوي چې يو موټې شي ، كركي خپرولو په ځائې ميني له وده وركړې شي ، حضور ۖ د عفو او درګذر تلقین کړې دې۔ صدر مملکت وئويل د پاکستان د جوړيدو مقصد آزاد اسلامي رياست جوړول ؤ دغسې چې د نيمي اوچي مسلمانان د اسلامی اصولو له مخې خپل انفرادی او اجتماعی ژوند تير كړي۔ده ووئيل د آزادۍ ترلاسه كولو مقصد جمهوریت، آزادی ، مساوات، رواداری او سماجی انصاف هم ؤ، د هېواد آئین د بنیادی حقوق ضمانت وركوي۔ صدر مملکت د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره هلو ځلو كونكو ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ ده ووئيل نن هم زمونږ پوځ او سویلینز د هېواد لپاره پرله پسې قربانۍ وركوي،د هغوي قربانو ته پيرزوئېني وړاندې كوم۔ صدر مملکت ووئيل انصاف سره ټولنه پرمختګ كوي ، اخلاقی اقدار پستۍ په وجه نړۍ كښې انتشار دې ، پاکستان لپاره هڅي او قربانۍ 1857 جنګ آزادۍ څخه پيل شوي۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علی جناح وکالت، انصاف پسندی او جدوجهد د كوم په اړه چې ټول يو ځائې شوې دي په نړۍ كښې داسې کوم لیډر پیدا شوې چا چې نقشه بدل كړې او قام ئې جوړ كړې۔ صدر مملکت وئويل د تحریك پاکستان لارښودو او کارمندانو ته پيرزوئينې وړاندې كوم ، آئین، قانون او د میرټ سرلوړۍ لپاره دغه قربانۍ وركړې شوي۔ ډاکټر عارف علوی وئويل د انصاف لپاره ضروری ده چې د ډلي واوريدلې شي، انصاف نه كولو سره ټولنه د انتشار ښکار كېږي،د اسلام ښودلې شوي اقدار عمل کولو كښې کامیابی ده۔ صدر ووئيل قامي پرمختګ كښې خواندګی او د صحت مسئلې لوئ اهمیت لري،ميرمنو له معیاری تعلیم وركولو او کاروباری هلو ځلو كښې شاملولو ته اړټيا ده۔ صدر مملکت وئويل د دين تعلیمات زدكولو سره نړۍ او د آخرت کامیابی باوري كيدې شي،د اسلام په ښودلې شوي اقدار عمل کولو كښې کامیابی ده، په قرآنی تعلیمات عمل كولو سره د اتحاد او یووالي فضا جوړيدې شي۔ده په حمایت او مرسته كلوو د چین، سعودی عرب، متحده عرب امارات او ترکیي پشمول د ملګرو هېوادونو مننه كولو سره ووئيل په سخت وخت كښې د هغوي په مرسته كولو مننه كوم۔ صدر ووئيل تعلیم عام کولو سره هېواد څخه د غريبۍ خاتمه ممكن كيدې شي، 2 کروړ 70 لکهه ماشوماند سکول څخه بهر دي،بايد د روغتيا ښه آسانۍ وركولو ته پام لرنه وګړې شي۔دې څخه وړاندې صدر مملکت د هېواد د 76مي آزادۍ ورځ په موقع وفاقی پايه تخت کنونشن سنټر كښې قامي بيرغ هسك كړو۔ دستوره كښې ګډون كونكو زدكونكو او فنكارو په دې موقع ملی نغمے وغږولې۔ صدر مملکت دستوره كښې فنکارانو او د سکول ماشومانو د نيغ په نيغه پرفارمنس مشاهده وكړه۔د دستوري په آخر ډاکټر عارف علوی بيرغ هسك كولو سرکاری دستوره كښې ګډون كونكو زدكونكو سره ستړي مشي وكړه او هغوي له ئې د آزادۍ ورځ مبارکي وركړه۔
قامی پرمختګ لپاره اتحاد او یووالي ته اړتيا ده،زمونږ مشرانو د مساوات، مذهبی آزادۍ او بنیادی حقوق لپاره قربانۍ وركړې دي۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د آزادۍ ورځ په موقع د بيرغ هسك كولو دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا