اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن آف پاكستا ته د سټي ډسټركټ ګورنمنټ ملتان د فائر مېن كونډې ته سره د منافعې د انشورنس كلېم ادا كولو هدايت كړې دې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې صدر مملكت ووئيل چې دا ملازم په كال 2016 كښې په حق رسېدلې دې ٬ د ده كونډه د شپږ كلونو راهېسې انشورنس ته سترګې په لاره ده٬ صدر مملكت د وفاقي محتسب پرېكړه په ځائې ساتلو سره امر وكړو چې سټېټ لائف دې د فائرمېن كونډې ته سره د منافعې انشورنس كلېم ادا كري۔ صدر مملكت د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن اپيل مسترد كړو۔
مضمون کا ماخذ : ریل رش