اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير ميار رياض حسېن پيرزاده وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرې كښې به حكومت هېواد د ستونزو نه رابهر كړے شي ، د مېرمنو حقونو په اړه په ټول پاكستان كښې په بشپړه توګه كار روان دے، د چائلډ لېبر په اړه هم مونږ ته د كار كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل په ټوله نړۍ كښې زمونږ د وزرات څارنه كېږي. ده ووئيل زمونږ وزارت چې مېرمنو ته څومره حقونه وركړي، دومره كوم بل چا نه دي وركړي. د بې دركه كسانو په اړه وفاقي وزير ووئيل انشاالله مونږ به د دې مسئلې زر حل راوباسو. ده مېډيا ته ووئيل هغه دې د بشري حقونو په اړه د پاكستان هڅې زياتې په ډاګه كړي. ده ووئيل د ټاكنو پرېكړه به د اتحاديانو د مشورې كولو نه پس كولې شي.
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک