اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د پاكستان پخوانې سفير مېجر جنرال (ر) زاهد مبشر شېخ وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د روسيې دوره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په شريكو اړيكو مثبت اثرات مرتب كړي بلكه د افغانستان د صورتحال پحقله د لوے برېك تهرو امكان دے۔ د نهې په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل دې كښې هېڅ شك نشته چې وزيراعظم عمران خان د روسيې دوره ډېره مهمه ده،د وزيراعظم دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا قوي شي، پاکستان عمر له د امن خبره كړې ده٬ كله ئې د جنګ مرسته نه ده كړې۔ ده ووئيل د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د روسيې صدر سره افغانستان په امنيتي وضعه او د اسلامو فوبيا په معامله د خيالاتو څرګندونه كوي٬ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام د منطقې د ټولو هېوادونو په ګټه دے، په افغان مسئله د منطقې د هېوادونو كردار ورځ په ورځ زياتېږي، ټولو سيمه ايزو هېوادونو له په ګډه افغانستان د بحرانونو نه بهر كولو لپاره اهم كردار لوبولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د افغانستان د صورتحال پحقله نزدې سباٶن كښې د كېدونكې بېلا بېلو غونډو به څه نه څه نتيجه رامخې ته شي ٬ هيله لرو چې د منطقې هېوادونو به په ګډه افغانستان لپاره ښه پرېكړه وكړي۔ زاهد مبشر شېخ ووئيل د منطقې يو هېواد سره د ملګرتيا اړيكې نه لري٬ هند د پاکستان، چين، بھوټان او سري لنکا پشمول د ټولو هېوادونو په ضد سازشونو كښې بوخت دے
د وزيراعظم عمران خان د روسيې دورې څخه د افغانستان د صورتحال پحقله د لوے برېك تهرو امكان دے۔ د پاكستان پخوانې سفير مېجر جنرال (ر) زاهد مبشر شېخ
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ