اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د اسلام آباد د لارې مري او ګليات ته د سېلګرو په تګ بندېز به نورو 24 ساعتونو لپاره په ځائ وي، د مري او اړوند سيمو اوسېدونكو ته به شناختي كارډ ښودلو سره د تللو اجازه وي. په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د مري او ګلياتو د صورتحال پرله پسې جاج اخلو. سېلګرو ته مري او ګلياتو ته د تللو د اجازې پرېكړه به صورتحال كتلو سره كولې شي.
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل