جهلم 22 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دې چې د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پيدا كوٶنكي عناصر به ناكامه كېږي٬ د داسو پېښې نه پس چين په داسو بند د كار رفتار لا تند كړې دې، په هر سخت وخت كښې په ملګرتيا كولو د چين د واكمنو او اولس مننه كوٶ٬ د داسو پېښې پلټنې په دوېم پړاٶ كښې داخلې شوې دې، د دې په شا د سي پېك ناكامه كوٶنكي قوتونو لاس دے، د افغان نائب صدر اوسنې بيان د افسوس وړ دے، افغان دولت د خپلو ناكامو بوج په پاكستان اچول غواړي، د پاکستان د افغانستان اولس سره رشته ډېره قوي ده، پاکستان عمر له افغانستان سره د غره په ډول ولاړ پاتے شوے۔ د افغانستان ستونزې هم افغان اولس حل كولې شي٬ پاكستان يوازې مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د داسو پېښې په شا د سي پېك مخالف قوتونو لاس دے څوك دا منصوبه ايسارول غواړي خو چين په داسو بند كار لا په بيړه كړې دې٬ دا د پاكستان او چين خپل مينځ كښې د باور رشته ده، چين د پاکستان په هر مشكل كښې ملګرتيا كړې ده چې پرې مونږ د چين د واكمنو او اولس مننه كوٶ۔ ده ووئيل د داسو پېښې پلټنې په دوېم پړاٶ كښې داخلې شوې دي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين په ضد سازشونه كوٶنكي به ناكامه كېږي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل د افغانستان د نائب صدر امر صالح د پاکستان مخالف بيانونه د افسوس وړ دي ٬ د افغانستان معاملے يا مسئلې افغان اولس له هوارول دي، مونږ ئې يوازې مرسته كولې شو۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان په سخت وخت كښې مرسته كړې چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي خو د بده مرغه افغان حکومت د خپلو ناكامو بوجھ په پاكستان اچول غواړي ۔ ده ووئيل چې امر صالح افغانستان سره هېڅ تعلق نه لري٬ د ھغه كورنۍ هلته نه اوسېږي او جړې ئې په افغانستان كښې نه دي٬ دا ھغه خلق دي څوك چې افغانستان څخه خپل مفاد ترلاسه كول غٶاړي، چې څنګه ئې افغانستان كښې مفاد ختم شي دوي به د هلته نه لاړ شي۔ ده ووئيل افغانستان كښې افغان مېړنې قوم دې، د پاکستان او افغانستان اولس خپل مېنځ كښې قوي رشته لري٬ د ځينې دلبرداشته قوتونو لخوا دا ډول بيانونه هېڅ حېثيت نه لري
د پاکستان او چين ترمېنځه غلط فهمۍ پيدا كوٶنكي عناصر به ناكامه كېږي٬ د افغان نائب صدر اوسنې بيان د افسوس وړ دې۔ چوهدري فواد حسين
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا