هند او پاكستان دې د مسئلو حل لپاره د خبرو اترو لاره خپله كړي۔عمر عبدالله


سرینګر 11 مئی (اے پي پي) د هند په غیر قانونی قبضه كښې جمو او كشمیر كښې د نېشنل كنفرنس (این سی) نائب صدر عمر عبدالله هيله څركنده كړې چې هند او پاكستان دې د خبرو اترو لپاره ماحول ښه كړي او مسئلې دې حل كړي۔د كشمیر میډیا سروس له مخې عمر عبدالله سرینګر كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو اترو كښې ووئيل په پاكستان كښې يو نوې حكومت جوړ شوې دے دغسې په 4 جون د نتيجو راتلو نه پس به په هند كښې هم يو نوې حكومت جوړ شي او كوم هم حكومت چې جوړ شي هيله لرو چې هغوې به د خبرو اترو لپاره يو ښه ماحول پیدا كړي او خپل تحفظات او مسئلې به حل كړي۔عمر عبدالله ووئيل هند كښې روان انتخابی مهم په مهال مسلمانان پرله پسې په نښه كړې كېږي۔