لاهور۔14جون(اے پی پی) لاهور هائي كورټ د پيپلز ګوند مشر ٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري نااهلۍ لپاره درخواست الېكشن كمېشن ته لېږلو سره په يوه مياشت كښې د پرېكړې كولو امر كړې دې۔ جسټس شمس محمود مرزا د پاکستانی نژاد امریكائي وګړي سسيد اقتدار حېدر د درخواست سماعت وكړو۔ په درخواست كښې الېكشن كمېشن آف پاكستان او بلاول بھټو زرداري فريق جوړولو سره موقف اختيار كړې شوې وو چې دا مهال دوه پيپلز پارټۍ په الېكشن كمېشن كښې رجسټرډ دي٬ د يوې مشر بلاول بھټو زرداري دې او بله پارټي د پيپلز پارټي پارلېمنټرين په نوم سره رجسټرډ ده د كومې مشر چې آصف علي زرداري دې۔ په درخواست كښې دې خبرې پلو اشاره شوې ده چې بلاول بھټو زرداري اېن اے 200 لاړكانه څخه الېكشن د پیپلز پارټی پارلېمنټرین په ټكټ كړې٬ دده خپل ګوند پرېښودلو سره د بل ګوند پلېټ فارم څخه الېكشن كول د الېكشن اېكټ 2017 خلاف ورزي ده۔ عدالت الېكشن كمېشن ته په يوه مياشت كښې د پرېكړې كولو امر كولو سره د درخواست په اړه كارروائي ترسره كړه
د بلاول نااهلۍ سره اړوند درخواست لاهور هائي كورټ الېكشن كمېشن ته ولېږلو٬ په يوه مياشت كښې د پرېكړې كولو حكم
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ