اسلام آباد 09 اپریل (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي سېنېټر سید یوسف رضا ګیلانی د مقابلې نه غير د سېنېټ چیئرمېن او د پاکستان مسلم لیګ (ن) سېنېټر سیدال خان ناصر د مقابلې نه غير ډپټی چیئرمېن ټاكلې شوي۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټ چیئرمېن او ډپټی چیئرمېن انتخاب لپاره د نامزدګۍ کاغذات د ورځې تر 11 بجو جمع کړے شول ۔په 11 بجې 15 دقيقې د نامزدګۍ کاغذات جانچ پړتال وشو۔ د سېنېټ چیئرمېن لپاره د پاکستان پیپلز پارټي نوي ټاكلي شوي سېنېټر سید یوسف رضا ګیلاني د چیئرمېن او سیدال خان ناصر د سېنېټ ډپټي چیئرمېن لپاره د نامزدګۍ کاغذازت جمع کړي وو ٬ د هغوې په مقابل كښې كوم هم امیدوار د نامزدګۍ کاغذات نه ؤو جمع كړي ٬ دغسې سېنېټر سید یوسف رضا ګیلانی د مقابلې نه غير د سېنېټ چیئرمېن او سیدال خان ناصر ډپټی چیئرمېن وټاكلے شول
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea