اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوګند پورته كولو نه پس وزيراعظم هاؤس ته لاړ ٬ وزيراعظم هاوس ته په رسدېو ورته يوې چټك د وسله والو ځواكونو ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو نه وروستو وزيراعظم شهباز شريف چې وزيراعظم هاٶس ورسېد نو ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو٬ په دې موقع قامي سرود هم وغږولے شو او وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه٬ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف سره د وزيراعظم آفس عمله هم معرفي كړې شوه۔
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha