اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی)د پاكستان وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي په افغانستان كښې د اوسني سېلاب ځپليو له د مرستې سامان اولنې كھېپ روان كړې دې۔ د اېن ډی اېم اے وياند له مخې وزيراعظم په افغانستان كښې د اوسني سېلاب ځپليو له په سمدستي توګه د مرستې سامان لېږلو هدايت كړې دې۔ د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې اېن ډي اېم اے د سېلاب ځپلي افغان اولس لپاره په فېملي ټېنټ ٬ اوړو ٬ ورويژو او چينو د مشتمل سامان اولنې كھېپ د پاکستان ائیر فورس C-130 الوتكې د لارې مزار شريف ته روان كړې دې او دويم كھېپ به ډېر زر روان كړې شي۔ د ريليف دا سامان په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان روان كړو
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2