پېښور 14نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د نړيوالې وباﺀ كورونا په وجه د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې د زياتوالې ترمخه د وزيراعظم عمران خان اولس لپاره په كمه بيعه د خوراك څښام څيزونو وركولو له احساس راشن پروګرام اعلان كولو سره وئيلي چې د وفاقي حكومت د اړخه پيل شوې احساس راشن پروګرام ترمخه غريبانو له ريليف وركولو لپاره خېبرپښتونخوا حكومت 65 فيصدهبرخه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نېشنل بينك آف پاكستان برانچ مال روډ پېښور كښې احساس راشن پروګرام په اړه پرېس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير كامران بنګش، ډپټي سپيكر خېبر پښتونخوا اسمبلۍ محمود جان، نېشنل بينك چارواكو او د كريانه مرچنټ (جنرل سټورز) مالكانو ګډون كولو۔ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل اوسنيو كښې بشپړ شوې احساس سروے د لارې شناخت كړې شوي تقريبا 20 مليونه كورنۍ به د دې پروګرام څخه مستفيد شي ، ټول هېواد كښې به 130 مليونه كسان مستفيد شي كوم چې د آبادۍ 53 فيصده دي۔دې ووئيل احساس راشن پروګرام ترمخه به اوړه ، دالونه ، غوړي او كوكنګ آئل په اخستلو 20 مليونه كورنيو له يو زر روپۍ د مياشتې سبسډي وركوي، احساس پروګرام نېشنل بينك آف پاكستان په مرسته په ډيجيټل توګه فعاله موبائل پوائنټ آف سيل سسټم جوړ كړې دې دغسې چې نېشنل بنك پاكستان د اړخه ټول هېواد كښې نامزد كريانه اسټورز د نيټ ورك د لارې حاجتمندو خذمت وكړې شي۔ دې ووئيل هغه كورنۍ د كومو چې د مياشتې آمدن 50 زره څخه كم دے هغه د رجسټرېشن لپاره خواست وركولې شي دغسې كوم سركاري ملازمانو د مياشتې تنخا چې د 31 زره 500 روپو څخه كمه ده هغوي هم ياد شوې پروګرام څخه مستفيد كيدې شي۔
وزير اعظم عمران خان اولس له په كمه بيعه د خوراك څښاك څيزونو وركولو لپاره د احساس راشن پروګرام اعلان كړې دې،د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر پرېس كنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria