اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي)د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلې دي اولس ته د ارزانې برېښنا وركولو بنياد اېښودلے شوے٬ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو د شمسي توان په پروژو په سرمايه كارۍ كښې د بشپړه خوښۍ څرګندونه كړی٬ د 600 مېګاواټ په وړومبۍ پروژه سرمايه كارو ته بريفنګ وركړے كېږي٬د شمسي توان څخه به ماحولياتي آلودګۍ كښې كمے راشي٬د شمسي توان پروژې به د بيعې تعين په سپيځلې توګه وكړے شي٬په ټول هېواد كښې به په كلي والو سيمو كښې د 1 نه تر 4 مېګاواټ شمسي توان پروژې لګولې شي٬سركاري ودانۍ به هم سولر توان ته منتقل كولی شي٬كروندګرو ته به په شمسي توان چلېدونكې ټيوب ويلز وركولې شي٬په نړيوال ماركيټ كښې د روان كال د پېل څخه د سكارو٬تېل او ګاز په بيعو كښې د 300 نه تر 400 فيصد اضافه شوې۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته په وېنا كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ارزانې برېښنا وركولو بنياد اېښودلے كېږي٬د شمسي توان دا وړومبۍ پروژه به تند رفتارې سره بشپړه كړی شي٬ځكه سرمايه كارو ته بلنه وركړی شوې٬د برېښنا د بيعو كمولو عملي كار نن څخه پېل كېږي۔شمسي توان څخه به 60 فيصد ارزانه برېښنا جوړولې شي٬ ده ووئېل د شمسي توان څخه به ماحولياتي آلودګۍ كښې كمے رامخې ته شي۔د دې پروژې په اړه به سرمايه كارو ته بريفنګ وركولے شي۔د شمسي توان د دې پروژې تعين به په سپيځلې ډول كولې شي۔ده ووئيل د حكومت د توان پالېسۍ له مخې به د برېښنا پېدا كولو نوې كارخانې د هېواد وسائلو څخه لګولې شي٬د پن برېښنا٬شمسي توان٬هوا څخه برېښنا پیدا كولو٬تهركول او جوهري توان پروژې به لګولې شي ځكه چې د برېښنا جوړولو لپاره درآمد شوې ايندهن ډېر ګران پريوځي۔ده ووئيل نړيوال ماركيټ كښې د روان كال پیل څخه د سكارو٬تېل او ګاز په بيعو كښې د 300 نه تر 400 فيصد اضافه شوې دې۔د دومره زياتې بيعې پاكستاني صارفين متحمل كېدې نه شي
اولس ته د ارزانې برېښنا وركولو بنياد اېښودلے شو٬ د برېښنا پېداوار بله كومه پروژه به په درآمدي ايندهن انحصار نه لري۔د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان