د داعش څخه خلاصي لپاره طالبان يواځنے آپشن دے، د هغوي په تنها كولو اړے ګړے او انساني بحران پېدا كېدے شي. د وزيراعظم عمران خان مډل ايسټ آئي سره مركه


اسلام آباد 11 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان كښې يو ټولشموله حكومت د ټولو ګاونډيانو هېوادونو خواهش دے، د داعش څخه خلاصي لپاره طالبان يواځنے آپشن دے، د هغوي په تنها كولو ګډوډي او انساني بحران پېدا كېدے شي، په افغانستان كښې د ګډوډي تر ټولو زيات آغېز به پاكستان كېږي، د افغانستان څخه د وتلو نه پس د حالاتو له امله امريكا په صدمه كښې ده، امريكا له به د مشرۍ كردار ترسره كول وي، د امريٍكا اولس د اصل صورتحال نه كله هم نه دې خبر كړے شوے، د تحريك طالبان پاكستان د كومو خلقو سره چې صلح كېدے شي، هغوي سره د خبرو هڅې كوو، كشمير د پاكستان او هند ترمېنځه يوه شخړيزه سيمه ده، پاكستان هغوي ته د الحاق نه علاوه هم آپشن وركړے، كه دوي د آزاد هېواد په توګه پاتې كېدل غواړي، نو دوي به دا جمهوري حق ولري، د اسرائيل تسليمولو په اړه د مېنځني ختيځ كوم هېواد په مونږ فشار نه دے اچولے، پاكستان يو جمهوري هېواد دے، د خپل اولس په اعتماد كښې د اخستو نه بغېر كومه پرېكړه نه شي كېدے، اسلام سره د ترهګري تعلق جوړول درست نه دے، د نيوزي لېنډ او انګلستان د كركټ لوبډلو د پاكستان په دوره منسوخ كولو مايوسه كړي يو. ده دا خبرې د ګل په ورځ مډل ايسټ آئي سره په خپله مركه كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل د افغانستان څخه د امريكې وتلو نه پس رامېنځ ته كېدونكې پېښې لا په ارتقائي پړاٶونو كښې دي، معلومه نه ده چې څه به كېږي، د امريكې وتلو نه پس به هلته يوه خلا پېدا شي، هر څوك په دې پوهپږي چې دا يوه ښه موقع ده ځكه چې افغانستان دې ټولو هېوادونو لپاره يوه تجارتي لار ده، د مېنځنې آسيا هېوادونه د افغانستان د لارې بحر هند او تر پاكستان رسنه ترلاسه كولې شي. ده ووئيل د امريكې يا د چين د طرفدارې د پوښتنې په ځائ بايد اقتصادي مرسته او اقتصادي رابطه وي كومه چې د دې منطقې ضرورت دے او مونږ هم د دې هيله لرو. د افغانستان اوسني صورتحال په اره د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د شل كلنې كورنې جګړې په نتيجه كښې په افغانستان كښې په لويه پېمانه تباهي شوې، په حقيقت كښې د افغان دولت كنټرول يوازې تر ښارونو محدود ؤ . كليوالې سيمې د طالبانو تر اثر لاندې وې، اوس صورتحال دا دے چې طالبان واك ترلاسه كړے، شل كاله پس په اقتدار كښې د راتللو نه پس داسې خلقو سره په معامله كولو كښې ډېر مشكل رامېنځ ته كېږي كومو چې تاسو سره په ګډه ډېرې قربانې وركړې وي. ده ووئيل زما خواهش دے چې په افغانستان كښې يو ټول شموله حكومت جوړ شي، د طالبانو حكومت هم غواړي چې دوي نړيوال قبوليت ترلاسه كړي، دوي بشري حقونو سره سره افغان خاوره ترهګرې لپاره د نه وركولو خبرې كوي. وزيراعظم ووئيل دا افغانستان لپاره ډېر نازك پړاٶ دے، بايد نړۍ افغانستان سره خبرې وكړي. كه دوي لرې كړي نو په اسانې سره معاملې د شل كاله پخوانو طالبانو لاسونو ته ورتللې شي كومه به چې تباهي وي او دې سره به د ناټو شل كاله موجودګي، د دوه زره اربه ډالرو خرڅ او د لكونو په شمېر د خلقو قربانې ضائع شي. ده ووئيل د بحران راستنېدو سره به هلته ګډوډي جوړه شي، افغانستان به د آئي اېس آئي اېس په شان ترهګرو لپاره داسې يوه ښېرازه خاوره جوړه شي كومه چې په حقيقت كښې مونږ ټولو لپاره د پرېشانې وړ ده. وزيراعظم ووئيل يو مستحكم افغان دولت په ښه ډول د آئي اېس آئي اېس مخ نيوې كولې شي، طالبان د آئي اېس آئي اېس څخه د خلاصي غوره او يواځنے آپشن پاتے شوے. ده ووئيل د افغانستان نيمه آبادي د غربت د ليكې نه لاندې ژوند تېروي، د ملګرو ملتونو خيال دے چې تر راتلونكي كال به 95 فيصده آبادي د غربت د ليكې نه لاندې لاړه شي، حكومت به د خپل بجټ 75 فيصد په بهرنې مرسته انحصار كولو، كه دوي ئې داسې پرېږدي نو اندېښنه ده چې د هغه ځائ صورتحال به بېرته د روسيې د وتلو پشان شي كله چې روسيان ووتل او امريكې افغانستان پرېښودلو او لاړه نو هغه وخت په ګډوډې كښې دوه لكه افغانانو ژوند د لاسه وركړے ؤ او په دې ګډوډې كښې طالبان رامخې ته شوي وو. ځكه دا يو نازك پړاٶ دے او امريكې ته به خپل ځان مجتمع كول وي ځكه چې امريكايان په دې وخت كښې د صدمې په كېفيت كښې دي۔ ده ووئېل د هغوي خيال ؤ چې هلته به جمهوريت وي، قوم به تشكيل شي او مېرمنې به آزادي ترلاسه كړي خو ناڅاپي طالبان بېرته راغلل. دوي په سخت قهر، حېرت او د صدمې په كېفيت كښې دي خو ترڅو چې امريكا مشري په غاړه نه اخلي نو مونږ اندېښنه لرو چې په افغانستان كښې د ګډوډې له امله د دوي نه پس به چې كوم هېواد زيات آغېزمن شي، هغه پاكستان دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ د امنيتي مشرانو امريكائي چارواكو سره خبرې شوي، زمونږ خارجه وزير د امريكې خارجه وزير سره رابطه لري، مونږ دا ټولې خبرې امريكې سره كړي. وزيراعظم ووئيل په سېنېټ كښې مې د هغوي كارووائي اورېدله ، په امريكا كښې د صدمې كېفيت دے، هغوي يقين نه كوي چې په افغانستان كښې څه وشول ځكه چې هغوي ته په واضحه توګه وئيل شوي وو چې په افغانستان كښې جهموريت راوستلے شوے، مېرمنو ته آزادي وركړې شوې، افغان يو قوم جوړېږي، خو دوي يقين نه كوي چې طالبان بېرته اقتدار ته راغلي. وزيراعظم ووئيل په افغان پوځ اربونه ډالره خرڅ كړے شول خو درې لكه افغان پوځ د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله، امريكايان په دې نه پوهېږي ځكه چې دوي كله هم د اصل صورتحال څخه نه دي خبر كړے شوي. وزيراعظم عمران خان ووئيلې ده په كال 2008م كښې د امريكې په تهنك ټېنكس ، سېنېټر بائيډن، سېنېټر جان كېري او هېري رېډ د ملاقات په مهال واضحه كړې وه چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته، هغه وخت دوي د عراق خبرې كولې، ما دوي ته وئيلي وو چې دا به د دې نه لوي دلدل ثابت شي. دوي د افغانستان د تاريخ نه واقف نه ؤ ، زمونږ سر لښكر جنرل كياني دوه كاله پس هلته لاړو او اولس مشر اوباما ته ئې ووئيل چې تاسو به ډېر لوي ګند په افغانستان كښې پرېږدې او مونږ به ورسره مخ شو او تاسو به كوم پوځي حل راونه باسئ. له بده مرغه اولس مشر اوباما هغه وخت د جنرالانو په لاسونو كښې ؤ او جنرالانو د تل پشان نور عسكر او وخت غوښتے ؤ او وئيلي ئې وو چې مونږ به جنګ ګټو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ په افغانستان كښې اقتدار ته د طالبانو د راتللو نه پس د روسيې د وتلو د وخت د كورني جنګ توقع كوله خو مونږ ډېر مطمئن يو ځكه چې اقتدار په امن منتقل شو، دا ټولو لپاره ښه شوه، مونږ دا اندېښنه هم لرله چې د وينې توئېدو تور به هم په مونږ ولګول شي خو درې لكه عسكرو د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله ، زمكيز حقيقت دا ؤ چې په كليوالو سيمو كښې د طالبانو تحريك مقبوليت ترلاسه كړو او هم دا وجه ده چې پوځ د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله. بله دا چې د اشرف غني حكومت په بشپړه توګه كرپټ ؤ ، وړومبې خبره ده چې هغه ته د ګوډاګي حكومت په توګه وكتلے شول او بله ده چې د يو كرپټ حكومت په توګه به دوي لپاره چا جګړه كوله. وزيراعظم په افغانستان كښې د جامع حكومت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د طالبانو دريځ دے چې دا يو لنډ مهاله حكومت دے او دوي په دې كښې نور خلق هم شاملول غواړي. په حقيقت كښې په افغانستان كښې د يو ټول شموله حكومت ضرورت دے ځكه چې افغانستان يوه متنوع ټولنه ده، په دې كښې پښتانه 50 فيصده دي، هلته تاجك هم په لويه شمېره موجود دي، ما د تاجكستان صدر سره په ګډه ډېرې هڅې وكړې چې دوي راټول شي، بيا هلته ازبك هم دي، ازبكستان هڅې كوي چې هغوي هم راټول شي، ګاونډيان په دې كښې دلچسپي لري چې دوي ټول يو ټول شموله حكومت تشكيل كړي كوم چې يو پائيدار حكومت وي. وزيراعظمم ووئيل په كابل كښې مېرمنو لپاره كلتور د كليوالو سيمو په مقابل كښې تل مختلف پاتې شوے، په كليوالو سيمو كښې د مېرمنو ژوند نه دے بدل شوے، هغوي هم هغسې ژوند كوي، دا د هغوي كلتور دے، د دې په بدلولو كښې به شايد وخت ولګي. اصل مسئله د كابل ده، كه تاسو 50 كاله وړاندې كابل ته تللي وې نو كتلې به مو وې چې د كابل كلتور د نورو سيمو نه مختلف ؤ ، طالبانو وئيلي دي چې دوي به مېرمنو ته تعليم وركوي، دوي ته نوكريو ته د تللو اجازه وركوي، د اسلامي كلتور له مخې زما خيال نه دے چې دوي تر دې حده مجور كړل شي، زما په خيال داسې كولو سره به هغوي لپاره كورنۍ ستونزې پېدا شي۔ ده ووئېل هغوي ته دې وخت وركړے شي، هغوي ښه بيانونه وركړي ، مونږ سره كومه بله چاره نشته، كه مونږ په دوي بندېزونه لګوو نو په افغانستان كښې به ډېر لوي انساني بحران پېدا شي، هلته به ګډوډي جوړه شي، ښه به دا وي چې دوي ته ترغيبات وركړل شي چې هغوي څه وائي چې عملي ئې كړي، كه تاسو هغوي مجور كړئ نو چې هغوي څنګه خلق دي، هغوي به مزاحمت وكړي، او دا به د زيان وړ وګرځي. د ټي ټي پي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټي ټي پي د پاكستان د پولې خوا پښتانه دي، طالبان د پښتنو تحريك دے، په افغانستان كښې د 45 نه تر 50 فيصده پښتانه آباد دي، د برتانيې لخوا د جوړ كړې ډيورنډ كرښې ديخوا پاكستان كښې دوه چنده پښتانه آباد دي خو چې كومې سيمې ته قبائيل وئيلې شي، د هغې په بله غاړه هم پښتانه قبائيل پراته دي چرته چې كومه حقيقي پوله نه وه، هغوي كله هم د ډېورنډ كرښه نه ده تسليم كړې، هغوي به په آزادې سره تګ راتګ كولو، اوس مونږ په پوله ازغن تار لګولے ، كله چې امريكې په افغانستان بريد وكړو ، هغوي طالبان بهر كړل نو د دې غاړې د پښتنو د افغانستان پښتنو سره مكمل همدردي شوه، د دې همدردۍ وجه مذهبي نظريات نه بلكې پښتون عصبيت او قوميت ؤ كوم چې ډېر قوي دے. ده ووئېل كله چې مونږ د امريكې اتحاديان شو نو دوي زمونږ مخالف شول، دوي مونږ ته د امريكې ملګري ووئيل او د پاكستان په رياست ئې بريدونه وكړل او خپل ځان ته ئې پاكستاني طالبان ووئيل كوم چې زمونږ د اتحادي جوړېدو نه وړاندې دلته نه وو. ده ووئيل يو وخت داسې هم ؤ چې كله كم او زيات پنځوس بېلا بېلو ډلو ځان ته طالبان وئيل او په مونږ ئې بريدونه كول، په پاكستان كښې د ترهګرې 16 زره بريدونه شوي او 80 زره پاكستانيانو په دې كښې ژوند وركړے. وزيراعظم ووئيل پښتنو سره د جنګ كوونكو مونږ ملګري نه يو، نو ځكه اوس مونږ دوي سره د خبرو هڅې كوو كومو سره چې صلح كېدے شي. د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كشمير د پاكستان او هند ترمېنځه يوه متنازعه سيمه ده، پاكستان هغوي ته د الحاق نه علاوه هم آپشن وركړے، كه دوي د آزاد هېواد په توګه پاتې كېدل غواړي، نو دوي به دا جمهوري حق ولري. د اسرائيل په اړه وزيراعظم ووئيل د اسرائيل تسليمولو په اړه د مېنځني ختيځ كوم هېواد په مونږ فشار نه دے اچولے، پاكستان يو جمهوري هېواد دے، د خپل اولس په اعتماد كښې د اخستو نه بغېر كومه پرېكړه نه شي كولې.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس