اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)پاكستان او كويت د تعليم٬روغتيا او معيشت په اړه د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره د دواړو وروڼو هېوادونو شريكې ګټې له د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخا كولو ته صلاح شوي٬دا صلاح د جمعې په ورځ د صدر ډاكټر عارف علوي او د كويت خارجه وزير شېخ ډاكټر احمد نصير المحمد الاحمد الجابر الصباح په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال راغلې ۔د ايوان صدر لخوا جاري اعلاميې له مخې پاكستان او كويت د تعليم٬روغتيا٬تجارت او په معيشت كښې د مرستې په زياتولو زور راوړے۔دواړو هېوادونو د شريكې ګټې لپاره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كولو ته هم اتفاق كړے ۔په دې موقع په خبرو كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان كويت سره د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬پاكستان كويت سره اړيكو ته له وده وركول غواړي۔ده ووئيل د تعليم٬روغتيا او د سائنس څانګو په اړه د مرستې زياتولو صلاحيت موجود دے۔ده ووئيل پاكستان د كويت پوځي اهلكارو ته په خپل پوځي تربيتي ادارو كښې تربيه وركولې شي٬د ګوادر بندرګاه او سي پېك نه د پاكستان معاشي او جغرافيائي اهميت كښې اضافه شوې۔صدر ووئيل كويت د سي پېك په پروژو كښې د سرمايه كارۍ څخه معاشي ګټه پورته كولې شي۔د كويت خارجه وزير ووئيل د ارواښاد امير شېخ صباح الاحمد الصباح په مړينه د غمرازۍ لپاره كويت ته په راتګ د صدر مشكور يم٬د كويت په پرمختګ كښې پاكستانيان مهم كردار لري
صدر ډاكټر عارف علوي سره د كويت خارجه وزير شېخ ډاكټر احمد نصير المحمد الاحمد الجابر الصباح ملاقات وكړو٬د دوه اړخيزه اړيكو لا پراختيا باندې صلاح يوه شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات