اسلام آباد 16 فروري(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د نظام له مينځه وړولو خوښي لر??نك?? به ماتې سره مخ شي ٬په دې خوشحاله يم چې د مولانا فضل الرحمان پشمول نور په اسمبلو لعنت ويونكي نن هم دغه اسمبلو نه ووټ غواړي۔د نواز شريف پ??سپ??رټ معياد به د شورو په ورځ د شپې 12 بجې ختم شي۔كه هغه خواست وكړي نو پاكستان د هغه بېرته راتللو لپاره په 72 ساعته كښې هغه ته ايمرجنسي ټريولنګ ډاكومنټ (اي ټي ډي)جاري كولې شي۔ نواز شريف او مريم نواز په اي سي اېل دي٬د دوي د پ??سپ??رټ تجديد نه شي كېدے۔ د سېنېټ په ټاكنو كښې به كوم سرپرائز نه وي عمران خان به كامياب شي۔ د سېنېټ ټاكنو وروستو به په هېواد كښې سياسي سكون او بهتري راشي۔اپوزېشن بايد د روژې مباركې مياشتې احترام تر مخه لانګ مارچ وروستو كړي۔د نهې په ورځ داخله وزارت كښې خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې داخله وزير شېخ رشيد ووئيل د ويزه سېكشن نه مو د 50 افسرانو بېرته راوستلو پريكړه كړ?? څوك چې خپل چارج نه پرېږدي هغه به فارغ كولې شي۔ د لسو كالو پ??سپ??رټ فيس به 4500 روپۍ وي٬دوه لكه وګړو ته به اي ويزه وركولې شي٬په څلورو اوونيو كښې به ويزه جاري كولې شي٬ايجنسو ته به په څلورو اوونيو كښې رپورټ وركول وي۔ ده ووئېل د نواز شريف پ??سپ??رټ معياد به د شورو په شپه 12 بجې ختم شي۔كه هغه خواست وكړي نو پاكستان د هغه بېرته راتللو لپاره په 72 ساعتو كښې هغه ته ايمرجنسي ټريولنګ ډاكومنټ (اي ټي ډي)جاري كولې شي خو هغه ??اكستان ته راتلل نه غواړي خوښي او هغه ??وازې سياسي اعلانونه كوي۔وفاقي وزير ووئيل د سېنېټ ټاكنو په حقله د سپريم كورټ مهمه پريكړه هم راتل??نك?? ده د كومو كسانو ضميرونه چې مړه وي هغه خرڅېږي۔ آصف علي زرداري په ووټونو اخستلو كښې پي اېچ ډي كړ?? خو هغه به مايوسه كېږي۔هغه ??وئيل اپوزېشن په 26 مارچ د مارچ كولو اعلان كړ?? خو زما خواست دے چې د رمضان په احترام كښې دا مارچ وروستو كړ?? او كه هغوي په 26 مارچ كول غواړي نو د هغوي لاره كښې به كوم خنډان نه اودروو۔ داخله وزير ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې به عمران خان او د هغه ګوند اكثريت ترلاسه كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئيل د تحريك لبيك مننه كوم چې هغوي د اپرېل تر 21مې نېټې حكومت سره د مرستې كولو اعلان كړ??۔ هغه ??وئيل زه خپله د ختم نبوت مجاهد يم٬ما مولانا عبدالله سره هم ختم نبوت لپاره زندان تېر كړ??۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئيل اېف آئي اے كښې د ډېرې مودې نه په بېلو چوكو كار كوونكي چارواكي به بدلولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د نادرا نوې چيئرمېن لپاره مو اشتهار وركړے ۔د تګلارې له مخې به نوې چيئرمېن ټاكلے شي۔ عارضي چيئرمېن كومه پرېكړه نشي كولې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئيل مريم نواز سره ما كوم تماس نه دے نيولے او كه نواز شريف هېواد ته راتلل غواړي نو هغه ته به سفري دستاويز جاري كولې شي
سېنېټ ټاكنو كښې به عمران خان بريا ترلاسه كړي٬د نظام له مينځه وړولو خوښي لرونكي به ماتې سره مخ شي٬د چا نامه چې په اي سي اېل وي هغه ته پاسپورټ نه شي جاري كېدے۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا