شرم الشېخ 16نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د سېلاب ځپليو آباد كارۍ لپاره حكومت منصوبه بندي كوي٬په دې لړ كښې نړيواله ورورولي دې د بيا رغونې او بحالۍ په كارونو كښې د پاكستان مرسته وكړي٬ډونرز كنفرنس په جنوري 2023 كښې د كېدو امكان دے۔د شورو په ورځ كوپ 27 غونډې په موقع په پاكستان كښې د اوسني سېلاب تباهۍ په اړه بريفنګ كښې ده ووئيل په پاكستان كښې د سېلاب تباهۍ نه پس د بيا رغونې لپاره راتلونكو 3 كلونو كښې 16 ارب ډالر ته ضرورت دے ۔احسن اقبال ووئيل د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په پاكستان كښې د 30 اربه ډالرو څخه زياته تباهي شوې۔ده ووئيل 33 ملين كسان ځپلې شوي او املاك ته سخت زيان رسېدلے ٬د انفراسټركچر او مواصلات نظام تباه شوے ٬ د 1700 كسانو ځاني زيان شوے ٬پسمانده سيمې ځپلې شوي۔وفاقي وزير ووئيل ډونرزر كنفرنس په جنوري 2023 كښې د كېدو امكان لري۔
نړيواله ورورولي دې د بيا رغونې او سېلاب ځپليو بحالۍ په كارونو كښې د پاكستان مرسته وكړي٬ډونرز كنفرنس په جنورۍ 2023 كښې امكان لري ۔وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز