اسلام آباد 08 جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف هيله څرګند كړې د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)روانې مشرانو غونډې په نتيجه كښې به د منطقې اولس ترمينځه د مرستې او اقتصادي خوشحالۍ لاره هواره شي۔ده دا خبره د قزاخستان اولس مشر نور سلطان نذربايوف سره د زيارت په ورځ د ملاقات پھ مهال خبرو كښې كړې۔وزيراعظم د توان٬سيمه ايزو رابطو او بشري وسائلو پرمختګ په اړه د قزاخستان سره د مرستې لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده د دواړو هېوادوو ترمينځه د تجارت زياتوالي ضرورت رامخې ته كړو كوم چې د حقيقي صلاحيت څخه ډېر لږ دے۔ده 17م اېس سي او مشرانو غونډه كښې د ګډون په بلنه وركولو د نورسلطان نذربائيوف مننه كولو سره د مشرانو غونډې په كوربتوب هغه له مباركې وركړه
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل