اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدر مريم نواز د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ په مشر عمران خان د ګرانې په ضد په احتجاج كولو سختې نيوكې كړې دي كومه چې د هغه د خپلو غلطو پالېسو په نتيجه كښې راغلې ده. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې د فتنه خان لخوا د ګرانې په ضد د احتجاج غږ په اصل كښې د هغه د خپل ځان په ضد احتجاج دے. نن چې مونږ د غره پشان ستونزو او چېلنجونو سره مخ يو، دا د فتنه خان لخوا پېدا كړې شوي دي. كوم عمران خان به چې د وزيراعظم په توګه وئيل چې د آلو پياز بېعه معلومولو لپاره نه يم راغلے، هغه ته ناڅاپي هر څه راياد شول، د دې نه لوي منافقت بل نشته.
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ