اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې د شوكمارو ټولګې د قام لوټ كړې شوې دولت بچ كولو لپاره د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك لپاره راغونډ شوې٬ دغسې چې ماضي كښې په اقتدار كښې ترلاسه كړې شوې دولت بچ كړې شي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پي ټي آئي د ټولو پارلماني غړو په ايوان كښې موجودګي د وزيراعظم عمران خان د خوارو په سبب ده ځكه چې دوي د پي ټي آئي په ټكټ الېكشن ګټلے ٶ۔ ده ووئيل نزدې 170 مېليونه اولس وزيراعظم عمران خان ته ووټ وركړې ٶ او ټولو كانديدانو ته د تحريك انصاف د ټكټ په سبب ووټ ترلاسه شوې دې۔ ده ووئيل كوم غړي چې د عمران خان په نامه منتخب شوي ھغوي دې وړومبې د چوكۍ څخه مستعفي شي او بيا د سره دې الېكشن وكړي ۔ فرخ حبيب ووئيل دغه پارلماني غړو لپاره څنګه ممكن شوې چې ھغوي د بلې پارټۍ كانديد له ووټ وركړي۔ فرخ حبيب ووئيل اپوزيشن د چھانګا مانګا طرز سياست بيا معرفي كړې دے او سندھ هاٶس د دغه كسانو د وفادارو نېلام ګهر جوړ دے،د اپوزيشن لخوا د سېنېټ په الېكش كښې هم هارس ټرېډنګ شوې ۔ د ميډيا د نمائندګانو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان مقبول ترين ليډر دے څوك چې د اولس ملاتړ لري٬ عمران خان له خپلو جلسو كښې خلق جمع كولو لپاره د پټواريانو د مرستې ضرورت نه وي۔ ده ووئيل په 27م مارچ به ‘اولسي رېلي پلس’ وي او په دې كښې به په رېكارډ شمېر اولس ګډون كوي
د شوكمارو ټولګې د قام لوټ كړې شوې دولت بچ كولو لپاره د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك لپاره راغونډ شوې، وزيراعظم عمران خان مقبول ترين ليډر، د اولس ملاتړ ورسره دے۔ د فرخ حبيب خبرې
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک