اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سعودي عرب به ډېر زر پاكستان كښې پنځه اربه ډالره سرم??يه كاري وكړي٬ د سرم??يه كارۍ ودې لپاره د اېس آئي اېف سي كردار د ستائنې وړ دے٬ 7 فيصده معاشي ??مو سره تر كال 2047 پاكستان د دوه زره اربه ډالرو معيشت جوړېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بزنس سمټ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل يو اے اي، کوېت او قطر سره هم خبرې روانې دي دغسې چې په پاكستان كښې زياته سرم??يه كاري وكړے شي۔ ده ووئيل كه پاكستان په راتلونكو اوو اته كالو كښې برآمدات تر سل اربه ډالرو ورسول نو ټېك آف به وكړي٬ د بده مرغه په ماضي كښې پاكستان په برامدات كښې پاتې راغلے٬ حكومت معيشت قوي كولو لپاره بشپړ اقدامات كوي٬ ده ووئيل د هر هېواد پرمختګ لپاره امن٬ استحكام او د پاليسيو تسلسل ضروري وي٬ لږ تر لږه د لس كالو تسلسل پكار دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ غېر ضروري رېلګولېشنز ختمول غواړو٬ نجي څانګې لپاره به لاره هوارول وي٬ د پاكستان كلنه ريونيو 7 زره اربه ده٬ په سږني كال قرض وركولو لپاره مونږ ته اته زره روپۍ پكار دي٬ د قرض په وركولو كښې زر اربه روپۍ خساره رامخې ته ده ، حکومتي چارې ترسره كولو لپاره 700 اربه روپۍ٬ سبسډي لپاره 900 اربه روپۍ او دفاعي خرڅونو لپاره 1800 اربه روپۍ او دغسې صوبو ته د ټرانسفرز په مد كښې 1200 اربه روپۍ مصرف كوو۔
سعودي عرب به ډېر زر پاكستان كښې پنځه اربه ډالره سرمايه كاري وكړي٬ د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اېس آئي اېف سي كردار د ستائنې وړ دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
Carnival Party Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر