اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وز??ر خواجه آصف وئيلي دي چې د دروغو بيانيه جوړولې شي چې خلك تښتولې شي ٬ دا دې ووئيلې شي چې څوك تښتولې شوي دي٬ د آئين?? بدلون مقصد د پارليمان سرلوړي په ځايې كول دي ٬ دا يو اهم بدلون دے څومره چې مشاورات او اتفاق رائے وشي دا به زياته ښه وي۔ ده د خالي په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل آئين?? بدلون لپاره شمېرې پوره دي ٬ يوه متفقه مسوده وضعه كړې شوې ده٬ دا مو هڅه ده چې زيات نه زيات كسان د دې بدلونونو ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل ??ولانا فضل الرحمن كومه لويه مطالبه نه ده كړې۔ د خبريال د پوښتنې ٬ چې آيا منصور علي شاه به راتلونكے چيف جسټس وي؟ خواجه آصف ووئيل دا به له بدلون څخه معلومه شي چې چيف جسټس به څوك وي۔ ده ووئيل بنيادي مقصد دا دے چې پارليمان ته سرلوړي ترلاسه شي او ع??ليه د خپلې دائرې دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ ده ووئيل ??ه لاهور كښې رامخې ته شوې پېښه يوه كيسۍ وه ٬ ټول خلق په كورونو كښې موجود دي په فون هم رابطې كولې شي۔ ده ووئيل زه د مېنګل احترام كوم او د هغه په اړه به كومه خبره نه كوم۔
د دروغو بيانيه جوړولې شي چې خلك تښتولې شي ٬ دا دې ووئيلې شي چې څوك تښتولې شوي دي٬ د آئيني بدلون مقصد د پارليمان سرلوړي په ځايې كول دي: خواجه آصف
MG card game entertainment reliable entrance
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ