اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي اسلام?? مالياتي نظام نړۍ كښې د قوي٬اخلاقي او پائيدار ماډل په توګه رامخې ته كېږي٬دا به د سباؤن لپاره مهم كردار ادا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ورلډ اسلامك فنانس فورم 2024 دستورې ته خطاب په مهال وكړه كوم چې په كراچۍ كښې د انسټي ټيوټ آف بزنس ايډمنسټرېشن تر سيوري لاندې وشو۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل اسلام?? ماليات ?? شريعت په اصولو اډانه يو منصفانه نظام دے٬د مضاربه د لارې فنانسنګ د سود د خاتمې لاره هواروي۔اسلام?? ماليات ??ر 2027 پ?? زياتېدو 6.67 ټريلين ډالر ته د رسېدو هيله ده۔ده ووئيل اسلام?? مالياتي نظام په نړۍ كښې قوي٬اخلاقي او د پائيدار ماډل په توګه رامخې ته كېږي۔دا يو داسې نظام دے كوم چې حقيقي معيشت او د اولس ورورولۍ لپاره كار كوي۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل د دې نظام بنياد په اسلامي اصولو اډانه دے٬كوم چې ايمان٬ژوند٬عقل٬نسل او د دولت تحفظ باوري كوي٬اسلام?? مالياتي نظام د معاشي هلو ځلو حقيقي اثاثو سره تړلې شي٬زكوة او وقف غوندې اصول د غربت خاتمه كښې مهم كردار ادا كوي۔د هغه وينا ??ه چې ګرين فنانس د ماحوليات مسائلو حل كښې د اسلام?? ماليات كردار زياتوي٬پاكستان كښې د ګرين فنانسنګ پراخه موقعې موجود دي۔ده ووئيل د ګرين سكوك نړيواله اجرا په 2023 كښې د 20 بلين ډالر څخه زياته شوې٬انډونېزيا د ګرين سكوك څخه د 2.5 بلين ډالر پروژې بشپړې كړي٬پاكستان د 500 ملين ډالر وړومبے ګرين سكوك جاري كړے۔د هغه وينا ??ه چې د حكومت مقصد تر 2030 د توان 60 فيصد برخه د تجديد وړ ذريعو وړ څخه ترلاسه كول دي٬اسلام?? ماليات ??ه د جدت او شريكې مرستې د لارې د سباؤن لپاره مهم كردار كوي۔
اسلامي مالياتي نظام په نړۍ كښې د قوي٬اخلاقي او تل پاتي ماډل په توګه رامخې ته كېږي٬دا به د سباؤن لپاره مهم كردار ادا كړي۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال
सुपर स्ट्राइक प्रतिष्ठा सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ