اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې د موسمياتي بدلون له امله پا??ست??ن سختو بارانونو او سېلاب سره مخ دې٬پا??ست??ن د ګلوبل وارمنګ څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي٬په ټول هېواد كښې په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب په نتيجه كښې په لويه پېمانه قيمتي ځاني زيان شوې٬لائيو سټاك او فصلونو ته هم سخت زيان رسېدلې۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پا??ست??ن حكومت او ملګرو ملتونو د شريك پا??ست??ن فلډ ريسپانس پلان 2022 په پیل كېدو دستورې ته په خپله وېنا كښې وك??ې۔?? پا??ست??ن د مرستې په لړ كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس خاص پېغام هم خپور كړی شو۔په دستوره كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان٬د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينېټر٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او نورو مهمو شخصياتو هم ګډون وكړو۔خارجه وزير ووئيل چې سږ كال د مون سون غېر معمولي بارانونه شوي دي٬د موسمياتي بدلون له امله سږ كال په پا??ست??ن كښې هيټ ويو هم ټول رېكارډونه مات كړي۔ده ووئيل چې د بارانونو په نتيجه كښې د هېواد په 72 ضلعو كښې درې كروړه خلك د سېلاب صورتحال سره مخ دي۔د سېلاب ځپليو پاكو اوبو او د خوراك څيزونو ته رسنه مشكله شوې۔خارجه وزير ووئيل چې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې معيشت ته لويې زيان رسېدلې۔د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې د ځپليو مرسته كولې شي۔٬پا??ست??ن خيمو او د ماشو جالونو ته په سمدستي توګه ضرورت لري۔خارجه وزير ووئيل چې پا??ست??ن د ګلوبل وارمنګ په نتيجه كښې نيغ په نيغه ځپلې كېږي٬پا??ست??ن د نړيوالې ټولنې مرستې ته په سمدستي توګه ضرورت لري۔په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې ضرورت دې۔ده ووئيل چې د سېلاب ځپليو په مرسته د دوست هېوادونو او نړيوالې ټولنې مننه كوو٬د پا??ست??ن حكومت او ا??لس ځپليو سره ولاړ دے۔ده ووئيل چې مونږ د نړيوالې ټولنې فوري مرستې ته ضرورت لرو۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال و??ئيل چې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره به د لس ارب ډالرو نه زيات پكار وي۔د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د پومبې 50 فيصده فصل ځپلې شوې۔ده ووئيل چې د مون سون نه تراوسه د 1100 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي٬د سېلاب په وجه د پا??ست??ن فوډ سېكورټي ته سخت چېلنجونه ورپېښ دي۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د كوآرډينېټر لخوا پا??ست??ن لپاره د مرستې هڅې د ستائنې وړ دي٬هيله ده نړيواله ټولنه به د پا??ست??ن مرستې لپاره وړاندې راشي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په وېډيو پېغام كښې ووئيل چې پا??ست??ن سېلاب ځپليو لپاره مرستې ته اړتيا لري۔ده ووئيل چې ملګرو ملتونو پا??ست??ن لپاره د 160 ملين ډالرو د مرستې خواست ك??ې۔??ه ووئيل چې ګرين هاؤس ګيس د نړيوالې تودوخې سبب جوړېږي۔ده ووئيل چې د كډوالو كوربتوب كونكي هېواد ته په ورپیښو ستونزو خفه شوي يو۔دستورې ت په پا??ست??ن كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينېټر جوليان هارنيس هم وېنا وكړه او وې وئېل چې ده د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔په پا??ست??ن كښې سېلاب د لاكهونو په شمېر خلك ځپلي۔په پا??ست??ن كښې د سېلاب تباهي د تصور نه زياته ده۔دستورې ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن هم وېنا وكړه او وې وئېل چې په سېلاب كښې د لس لكو نه زيات كورونه ځپلې شوي او 20 لكه ايكړه زمكه او د درې كروړه نه زيات خلك ځپلې شوي دي۔له بلې خوا په جنيوا كښې هم يوه داسې دستوره كولې شي د پا??ست??ن حكومت او ملګرو ملتونو په هېواد كښې د سېلاب تباهي په نظر كښې نيولو سره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته د مرستې خواست كړې
د موسمياتي بدلون له امله پاكستان سختو بارانونو او سېلاب سره مخ دې٬پاكستان د ګلوبل وارمنګ څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او نورو د پاكستان او ملګرو ملتونو د شريك پاكستان فلډ ريسپانس پلان 2022 په پیل كېدو دستورې ته وېنا
Treasure Island Credit Platform
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔