اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د هر هيواد په پرمختګ كښې د ميرمنو كردار اهميت لري٬مېرمنو د ژوند په هره څانګه كښې په نړۍ ځان منلے٬كوم هم قام د ميرمنو د موثر شركت نه بغېر پرمختګ نشي كولے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ?? سفيرانو كور ودانو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د سينيټ چيئرمېن په بلنه په پاكستان كښې د بيلو هيوادونو سفيرانو كور ودانو د پارليمنټ هاؤس دوره وكړه۔سينيټر زرقه سهرودي د هغوي هركلے وكړو۔?? سفيرانو كور ودانو د ايوان كاروائي هم وكتله۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د هر هيواد په پرمختګ كښې د ميرمنو كردار د اهميت وړ دے٬مېرمنو د ژوند په هره څانګه كښې په نړۍ خپل ځان منلے۔ده ووئيل پارليماني سفارتكارۍ ته موجوده دور كښې اهميت ترلاسه دے٬د هېواد او قام په پرمختګ كښې د ميرمنو د قدر وړ خذمات ته پیرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل ميرمنې اختيارمندې جوړولو په اړه په سېنېټ كښې موثره قانون سازي كېږي ۔?? پاكستان ?? پارلمان په دواړو ايوانونو كښې مېرمنو ته موثر نمائندګي وركړی شوې۔ده ووئيل په پاكستان كښې ميرمنو ته اعلٰی تعليم او د روزګار يو برابر موقعې وركړې شوي٬كوم هم قام د ميرمنو نه بغېر د پرمختګ په لاره نشي تللے ۔ سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم د دوي دوره ګټوره ګرځولې۔سينيټر ډاكتر زرقه سهروردي تيمور ووئيل پارليماني سفارتكاري دوستان?? مراسم ته د ودې وركولو ښه ذريعه ده٬د پارليماني سفارتكارۍ د لارې په يو بل د پوهېدو او تجربو څخه د استفادې كولو موقع ترلاسه كېږي۔د مېرمنو پلاوي په سينيټ كښې د جوړ كړي سينيټ ميوزيم دوره هم وكړ?? او ورته ډاكومنټري هم وښودله۔?? سفيرانو كور ودانو د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ته د پارليمان ??ورې كولو په بلنه وركولو مننه وكړ?? او ګلدسته يې ورته هم وړاندې كړه۔د سينيټ چيئرمېن سره د ملاقات په مهال د مخالف ډلې مشر ډاكتر شهزاد وسيم٬سنيټرز زرقه سهروردي تيمور٬شيري رحمان٬فوزيه ارشد٬ډاكټر مهر تاج روغاني٬نسيمه احسان٬خالده اطيب٬عابده محمد عظيم٬سيمي ايزدي٬ثانيه نشتر٬رخسانه زبيري٬روبينه خالد٬فلك ناز٬پلوشه محمد زئي خان هم موجود وې
د هر هيواد په پرمختګ كښې د ميرمنو كردار اهميت لري ۔د سينيټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سفيرانو كورودانو سره ملاقات كښې د خيالاتو څرګندونه
Monopoly Big Player Official Betting
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن