اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په عمران خان ترسره شوې بريد دې د سياسي مقصدونو او ګټو ترلاسه ك??لو ذريعه جوړه نه كړې شي٬ د پېښې بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬ دغسې چې اصل تو??ن رامخې ته كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه ك??لو په مهال ده ووئيل پرون چې كومه پېښه رامخې ته شوې دې ايوان د هغې غندنه كړې ده٬ په دې كښې شك نشته چې دا ډول پېښې د يو قوم په حېث زمونږ د شرم سبب ګرځي ٬ په نړۍ كښې دا سوچ روان دے چې زمونږ سوچ كوم پلو روان دے۔ ده ووئيل حكومت دا غواړي چې كه د دې پېښې په شا كوم سازش وي نو هغه دې رامخې ته كړې شي او كه دې ته سياسي رنګ وركړے شو ن?? د ??خوا په څير به دا معلومه نه شي چې د دې محركات څه وو۔ ده ووئيل په تاريخ كښې داسې يو شمېر پېښې رامخې ته شوې دي۔ بېنظير بهټو شهيد كړې شوه ٬ د دې د شهادت پېښې په اړه چې كومې پوښتنې وې د هغې ځوابونه د هغې ځوي او خاوند ته ورنكړې شول٬ لياقت علي خان سره چې څه شوي دي د هغې په اړه هم قوم معلومات نه لري۔ د ذوالفقار علی بھټو په اړه د پوښتنو ځواب اولس ته ځكه معلوم نه شو چې يو پخواني جج اعتراف كړې وو چې د سزا لپاره زه فشار سره مخ ووم۔ ددفاع وزير ووئيل تر دې دمه چې د تورن كومه وېډيو راغلې ده د هغې نه يو څيز دا په ډاګه كېږي چې په پېښه كښې مذهبي جنون ليدلې شي٬ د تورن د وېډيوز له مخې پخواني وزيراعظم چې پخوا كومه ژبه كارولې ده ا?? د ??ذهب حوالې سره د كومو حدونو نه اوړېدلې دې د هغې په نتيجه كښې دا پېښه رامخې ته شوې ده۔ د دفاع وزير ووئيل د كومې تھاڼې د حد دننه چې دا پېښه رامخې ته شوې ده اعلی وزير د هغې ټوله عمله معطل ك??لو سره هغه خپلې ضلعې ته لېږلې ده۔ ده ووئيل د كله نه چې لانګ مارچ پېل شوې دې په دې كښې 4 كسان شهيدان شوي دې ا?? د ????لو تعلق دې كنټېنر سره دے۔ ده ووئي?? مونږ غواړو چې د دې پېښې بشپړه پلټنې وكړې شي او دې مقصد لپاره جے آئي ټي جوړه كړې شي۔ د دفاع وزير ووئيل پخواني وزيراعظم پخپله وئيلي وو چې زما اسټېبلشمنټ سره رابطې دي ٬ نن هغه په خپله په اسټېبلشمنټ بريدونه كوي۔ د دفاع وزير ووئيل چې د وزیراعظم ، داخله وزير ا?? د ??وځ يو افسر اعلی چارواكي نامه اخستو سره دا پېښه يو داسې اړخ ته وړلې شي كوم ځائې څخه به چې هېڅ درك ونه لګي۔ د پېښې ځائې څخه د ټ??لو مشين ګنو خول ترلاسه شوي دي٬ دا ټولې خبرې په سوشل ميډيا روانې دي ا?? د ??اكستان 12 كروړ سوشل ميډيا صارفين د ميډيا په ځائې په سوشل ميډيا زيات باور كوي ٬ خواست دا دے چې دې پېښې ته دې سياسي رنګ ورنكړې شي۔ د دفاع وزير ووئيل چې انټېلی جنس بېورو په 24 اکتوبر د پنجاب حكمت ته اطلاع وركړې وه چې په دې سيمه كښې كومه ناوړه پېښه رامخې ته كېدې شي٬ ده ووئيل كومو كسانو چې دا پېښه د سياسي مقصدونو ترلاسه ك??لو له د كار??لو مشوره وركړې ده زه د هغوي غندنه كوم٬ بياهم مونږ د انصاف د غوښتنو ملاتړ كوؤ۔ ده ووئيل د كومې ادارې يا شخصيت بدنام??لو له دې دا پېښه و نه كارولې شي۔ د دفاع وزير ووئيل د اسلم بھوتاني او نورو اېم اېن اېز فنډز به ډېر زر ريليز كړې شي۔ ده ذوالفقار علی بھټی ته د قومي اسمبلۍ د غړي په حېث د سوګند په پورته ك??لو مباركي ورك??لو سره ووئيل ده څلور كاره خواري كړې او كاميابي يۍ ترلاسه كړې۔
په عمران خان ترسره شوې بريد دې سياسي مقصدونو او ګټو لپاره و نه كارولې شي٬ د پېښې بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬ د دفاع و زير خواجه آصف
Gold Fortune Baccarat Official Website
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina