اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی)د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د سېلګرۍ او كلتوري ورثې وزير عزيز عبد الحكيموف وئيلي دي پاک۔ازبکستان نېغ په نېغه ف??ائ?? آپرېشن به ډېر زر پېل شي چې ورسره به دوه اړخيزه اقتصادي او سېلګريزې اړيكې وده ومومي۔ د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د كلتوري ورثې او سېلګرۍ وزير اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په اولني پړاؤ كښی به د ازبكستان سمرقند ښار څخه لاهور دوهم پړاؤ كښې د تاشقند او خیوا په شمول د ازبكستان نورو ښارونو څخه ك??اچۍ او اسلام آباد لپاره نېغ په نېغه پروازونه پېل شي۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارتي او د سېلګرۍ په كچه اړيكې سوا شي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په ازبكستان كښې كېدونكي ټورازم کنفرنس سره به نه ??وا??ې پاكستان بلكې د ګردې نړۍ اسلامي هېوادونو سره د سېلګرۍ اړيكو كښې اضافه وشي۔ ده ووئيل په ازبكستان كښې د اسلامي سياحت زيات صلاحيت دې كوم څخه چې د اسلامي نړۍ سېلګري استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د حضرت امام بخاری په شمول د مسلمانانو اوليا??? ك??امو مزارونه په ازبكستان كښې دي د كومو زيارت له چې هر كال د لكھونو په شمېر مسلمانان راځي۔ ده ووئيل د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف د ويژن له مخې سېلګري د ازبكستان په معيشت كښې زيات اهميت لري او دې پلو خاص پام ګرځولې شي۔ ده ووئيل د تېرې ??يا??تې تر 30 مې نېټې په تېرو 10 ??يا??تو كښې 3.6 ملين سېلګرو د ازبكستان دوره وكړه او په راروانو دوه ??يا??تو كښې ددې شمېرې 50 لكه ته د رسېدو امكان دے۔ ده ووئيل ثمرقند د ازبکستان د سېلګرۍ مركز دے ٬ دلته د سېلګرۍ بلها موقعې دي۔ ده ووئيل دلته مونږ عصري آسانۍ او هر ډول انفراسټركچر وركوؤ چې ورسره به ځائي سېلګري سوا شي۔ ده ووئيل ثمرقند د اسلامي كلتور او سائنس نړيوال مركز دې چرته چې عظيمو سائنسمدارو او د عمرانيات پوهانو او په نړيواله كچه نوموړو اسكالرو سترګې غړولې وي۔
پاک۔ازبک فضائي آپرېشن به ډېر زر پېل شي٬ دوهم وزيراعظم عزيزعبد الحكيموف
Tang Bohu Dian Qiuxiang Scholar APP download website
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن