اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي څوك هم آئين او قانون څخه مستثنی نه دي ٬ په آئين كښې بدلون كول د پارليم??ټ اختيار دے٬ مونږ له به احتساب ٬ يو والي او ګورننس كښې بهترۍ له د خپل عزم پخلې كول وي۔ د زيارت په و??ځ د سېنېټ 50 م كليزې په موقعه خصوصي غونډې ته خپل خطاب كښې دې ووئيل دا دستوره د سېنېټ د چيئرمېن د ستائنې وړ ګام دے٬ دا دستوره د جمهوري اقدارو حوالې سره ډېره مهمه ده ٬ دا آئين پيپلز ګوند جوړ كړے دے ٬ دې آئين په سخت?? حالاتو كښې د هېواد د استحكام ضمانت وركړے٬ په دې كښې د مساواتو په اصولو عمل شوے دے۔ دې ووئيل د ټولو سياسي اختلافاتو باوجود پارليم??ټ او په خاص توګه سېنېټ د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوي٬ مونږ له به عملي ګامونه پورته كولو سره سياسي اقدار عملي كول وي٬ مونږ له به د سېنېټ عزت او احترام زياتولو له ګامونه پورته كول وي۔ سېنېټر شیری رحمن ووئيل موسمياتي بدلون يوه نړيواله مسئله ده۔ دې ووئيل ټاكنې بايد په خپل وخت وكړے شي٬ ??وك هم آئين او قانون څخه استثناﺀ نه لري٬ ??وك عدالت او ادارې بايد په نخښه نه كړي٬ د آئين او قانون بايد احترام وكړے شي۔ دې ووئيل په آئين كښې د بدلون كولو اختيار پارليمنټ ته ترلاسه دې۔ دې ووئيل شهیده بے نظیر بھټو، آصف علی زرداری او فریال تالپور ګرفتار كړې شول٬ شهیدې بے نظیر بھټو ټول عمري د پارليم??ټ احترام وكړو۔ ده ووئيل احتساب، يو والي او په ګورننس كښې بهترۍ له به د خپل عزم پخلے كول وي۔
څوك هم آئين او قانون څخه مستثنی نه دي ٬ په آئين كښې بدلون كول د پارليمنټ اختيار دے٬ سېنېټر شېري رحمن
Landscape scenery APP game download
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں