اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عا??ف علوي كونډې ته د انشورنس كلېم ادا كولو امر كولو سره د اسټېټ ??ائف انشورنس اپيل مسترد كړو ۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان ل?? مخې اسټېټ ??ائف انشورنس کمپنۍ كونډې ته د لائف انشورنس كلېم ادا كولو څ??ه انكار كړے وو۔ د اسټېټ ??ائف موقف دا وو چې متوفي په ترافيكي پېښه كښې نه بلكې د مرګي رنځ دلاسه په حق رسېدلے۔ صدر مملکت د اسټېټ ??ائف مؤقف مسترد كولو سره د وفاقي محتسب احكامات په ځايې ساتلو سره ووئيل اسټېټ ??ائف دے مناسبې ضابطې خپلې كړي او بد انتظامي دې ختمه كړي۔ صدر مملکت ووئيل كوم ثبوت نه دے وړاندې كړې شوې چې متوفي د مرګي رنځ د لاسه مړ شوے دے۔ صدر مملكت ووئيل بد انتظامي ثابت شوې له دې كبله اسټېټ ??ائف دې په دېرش ورځې كښې دننه شكايت كوؤنكې ته كلېم ادا كړي۔ د تفصيلات له مخې د رېحانه بي بي متوفي خاوند اكرم مسيح 20 كالو لپاره د 3 لكه روپو لائف انشورنس پالېسي واخسته۔ اكرم مسيح په يوه ترافيكي پېښه كښې مړ شو٬ د مرګ نه وروستو د ده كونډې د انشورنس دعوی وكړه۔ مېرمنې وفاقي محتسب ته رجوع وكړه او هغه د دې په حق كښې حكم جاري كړو۔ اسټېټ ??ائف د محتسب په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت حقائق نظر كښې نيولو سره د اسټېټ ??ائف انشورنس اپيل مسترد كړو۔
د صدر عارف علوي كونډې ته د انشورنس كليم ادا كولو امر٬ د اسټيټ لائف اپيل مسترد
Coin Volcano APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت