اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر وئيلي دي چې پاکستان پ?? امن، استحکام، پرمختګ او بشري حقونو پوخ باور لري٬ د ملګرو ملتونو په انتظام كښې پاكستان د نړۍ په كړكېچنو سيمو كښې امن لپاره اهم كردار لوبوي، د دې خ??الاتو څرګندونه د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني کھر د ملګرو ملتونو د امن ډلو د 75مې سالګرې دستورې ت?? خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل زمونږ پيس كېپرز ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي٬ 177 پاكستاني پيس كيپرز امن لپاره ځانونه قربان كړيدي۔ حنا رباني کھر ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو امن سره تاريخي شراكتدار دے او د پاكستان پ??س كيپز ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل كردار لوبوي۔٬ تېر كال اته پاكستاني پيس كيپرز د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې شهيدان شوي۔ حنا رباني کھر ووئيل د پاكستان مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې اهم كردار لوبوي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې د پاكستان امن ډلو د نړۍ په بېلو سيمو كښې خدمات ترسره كړې دي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امن پ??ځ 75 كلن تاريخ كښې تر اوسه په لويه شمېره د پاكستان پ??س كيپرز د ملګرو ملتونو په 46 امن مشنز كښې په مړانه خدمات سره كړې دي۔
پاکستان په امن، استحکام، پرمختګ او بشري حقونو پوخ باور لري٬ د پاكستان پيس كيپز ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل كردار لوبوي۔ د خارجه چارو وزير ممكلت حنا رباني کھر د ملګرو ملتونو د امن ډلو د 75مې سالګرې دستورې ته وېنا
Jeff and Scully Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ