اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د سکرین ټورازم د لاري د پاکستان ښكلې كلتور او تهذیب او تمدن ټوله نړۍ كتل غواړي، غیر ملکی فلم جوړونكي بايد پاکستان كښې د عکس بندۍ او فلم جوړولو په څانګه كښې د خصوصی رعایتونو څخه ګټه پورته كړي، د پاکستان زدكونكو له فلم، آرټ اینډ کلتور كښې فني تربيي وركولو لپاره د ا??مان ادارو د مرستي خوښي لرو۔دا خبري دې په پاكستان كښې د ا??مان سفیر ایلفرډ ګرناس سره د ملاقات په مهال كړي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه فلم، آرټ او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته سلا راغلي۔ ملاقات كښې بیبلسبرګ یونیورسټی او یونیورسټی آف ټیلی ویژن اینډ فلم میونك سره د اشتراك عمل په تجویز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر اطلاعات د ا??مان ن سفیر فلم اینډ کلتور پالیسی او د دې ترمخه وركړې شوي مراعات په اړه خبر كړو۔دي ووئيل المان او پاکستان نجی سرکاری درس ځايونو كښې مرستي سره فلم، آرټ اینډ کلتور ته وده ترلاسه كيدې شي۔ وفاقی وزیري د ا??مان این جی اوز جی آئی زیډ او هانس سیډل فاؤنډېشن پاکستان كښې خذمات وستائل۔ دي سېلاب ځپليو له د 18 كروړه 40 لکهه يورو په مرسته د ا??مان مننه وكړه۔دي ووئيل ماحولیاتی تغیرات مقابلې لپاره نړيوال کنفرنس كښې 8 کروړه 40 لکهه يورو مرستي وركولو لوظ د ا??مان د پاکستان ملګرتيا يو بل ثبوت دې۔دي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت حجم 4 اربه ډالره ته رسولو ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیري ووئيل اقبال او ګوئټه دواوړو ترمينځه يو قدر مشترك دي ، المان كښې اقبال ګوئټه آرټ اینډ کلچر سینټر جوړولو سره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نور هم رانزدې شي۔دي ووئيل د ا??مان ميډيا د پاکستان حالات معروضی او غیرجانبدارانه ??نداز كښې رپورټ کوي كوم چې د ستائني وړ كار دې۔د ا??مان صحافتی تنظیم پلاوي راروانه مياشت كښې د پاكستان دوره هم متوقع ده۔ ملاقات كښې د شريكي خوښي او دوه اړخيزه مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ا??مان سفیر د اطلاعاتو وزیري د فلم اینډ کلتور ودي لپاره هڅي وستائلي۔
پاکستان او المان د فلم، آرټ او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته سلا٬ سکرین ټورازم د لاري د پاکستان كلتور ، تهذیب او تمدن ټوله نړۍ كتل غواړي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب د المان سفیر سره خبري اتري
The official website of Sun and Moon Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ