اسلام آباد 05 ستمبر (اے پی پی)پاكستان لويديزې غاړه جنين طلكرم ښار كښې د كډوالو په كيمپونو د اسرائيلي قابض ځواكونو د بريد سخته غندنه كړی چې په نتيجه كښې يې په لويه شمېره كښې ځاني زيان او د ښارونو انفراسټركچر په لويه پېمانه تباه شوے۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا د پوځي طاقت بې دريغه كارول د نړيوال بشري قوانين او بنيادي اصولو خلاف ورزي ده۔وياندې ووئيل د كډولو په كيمپونو كښې پناه اخستوونكي كسان په نخښه كول د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا د نړيوال بشري قانون يو بله خلاف ورزي ده۔دا د نړيوال قانون او د شائستګۍ بنيادي اصولو او د نړيوالو رويو سپكاوې څرګندوي۔دې ووئيل پاكستان د دې بريدونو په سمدستي توګه د مخ نيوي غوښتنه كوي كوم چې لويديزه غاړه باندې كېږي۔وياندې ووئيل د جارحيت د لارې امن ترلاسه كېدې نه شي۔دې ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كوو چې هغوي دا سرائيل قابض ځواكونه د وګړو په ضد نور بريدونو څخه منع كړي او اسرائيل د جنګي جرائمو ذمه وار ګرځولو او د فلسطيني اولس تحفظ لپاره موثر اقدامات كولو كښې خپل كردار ادا كړي۔
پاكستان لويديزه غاړه كښې د كډوالو په كيمپونو د اسرائيل د قابضو ځواكونو د بريد سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن