اسلام آباد ۔ 27 جون (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي چې د برطانوي ريفرنډم په سوب به د جي اېس پي پلس ترمخه برطانيې ته د پاكستان په برآمداتو هېڅ اغېز نه پرېوزي۔ پاکستانی اېکسپورټرز دې برطانیې ته پرله پسې برآمدات روان ساتي ولې چې د برطانیې د جی اېس پی پلس ختمېدو كومه فوري اندېښنه نشته۔ ده ووئيل د تجارت وزارت او خارجه وزارت لندن كښې پاكستاني هائي كمېسيون سره پړله پسې تماس روان ساتلې دغسې چې د برطانيې رېفرنډم څخه وروستو صورتحال په اړه معلومات په فوري توګه ترلاسه شي۔ د تجارت وزارت برطانيه كښې مېشته كمرشل كونسلرز ته هم اړوند چارواكو سره د تماس نيولو هدايت كړے ۔ د تجارت وزارت به هم د برطانيې د تجارت وزارت سره د سياسي او پالېسي صورتحال په اړه وضاحت لپاره رابطه كوي۔ دې سره سره د تجارت وزارت راروانه اونۍ كښې د اعلی كچې يوه غونډه رابللې كومه كښې به چې برطانيه كښې د ريفرنډم څخه وروستو صورتحال په اړه د پاكستان تجارتي تګلار مرتب كولې شي۔
د برطانوي رېفرنډم سره به د جي اېس پي پلس ترمخه د پاكستان برطانيې ته په برآمداتو اغېز نه راځي۔ د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ