اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د برېښنا ترسيلي نظام او د تقسيم كوونكو كمپنو بهترۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو د پلان مرتب كولو ٬ په راتلونكې اونۍ كښې د وړاندې كولو او د انتظامي چارو بهترۍ لپاره د نجي څانګې پوهانو معاونت ترلاسه كولو امر كولو سره وئيلي دي د برېښنا څانګې اصلاحات سره به ګرځېنده قرض كښې كمے راشي٬ د برېښنا غلا كوونكو او نورو عناصرو ته به د هېواد خزانې ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو٬ د برېښنا د ټرانسميشن نظام د بهترۍ منصوبې دې په ټاكلې موده كښې بشپړې كړې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د برېښنا څانګې په اړه د اقدامات د جاج اغستو غونډې دوېم دور وشو٬ په غونده كښې وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف، محمد اسحاق ډار، احد خان چيمه، سيد محسن رضا نقوي، عطاء الله تارړ، سردار اويس خان لغاري، ډاکټر مصدق ملك، عبدالعليم خان، د برېښنا پخوانې وزير محمد علي، د منصوبه بندۍ چيئرمېن جهانزېب خان، د قامي اسمبلۍ غړې بلال اظهر کياني، انجينئر قمر السلام، رانا احسان افضل، سلمان احمد او اړوند چارواكو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا ترسيلي نظام او د تقسيم كوونكو كمپنو بهترۍ لپاره دې په ترجيحي بنيادونو پلان مرتب او په راتلونكې اونۍ كښې د وړاندې كړے شي، د تقسيم کوونكو کمپنو د نجكارۍ او آٶټ سورسنګ عمل دې ګړندے كړے شي ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د تقسيم کوونكو کمپنو (ډسکوز) د انتظامي چارو بهترۍ لپاره دې د نجي څانګې د پوهانو معاونت ترلاسه كړے شي۔ ده ووئيل د برېښنا د ترسيل او تقسيم نظام لپاره دې په نړيوال كچه رائج ماډلز څخه مرسته ترلاسه كړې شې٬ د برېښنا د څانګې اصلاحات سره به ګرځېنده قرض كښې كمے راشي٬ ده ووئېل د برېښنا غلا كوونكو او نور عناصرو ته به د هېواد خزانې ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ په دې مهال غونډه كښې د برېښنا د ټرانسميشن د نوو منصوبو ،اېن ټي ډي سي تنظيمِ نو او د برېښنا د غلا مخنيوي لپاره اقدامات او سفارشات وړاندې كړے شول۔ غونډې ته ووئيل شول د هېواد سوئيل څخه د برېښنا ترسيل لپاره مټياري رحيم يار خان ټرانسميشن لائن او د غازي بروتھا فېصل آباد لائن به غزولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د برېښنا د ترسيلي نظام اصلاحات له او د ګرځېنده قرض كمولو لپاره اېن ټي ډي سي د تنظيمِ نو تګلاره مرتب كړې شوې٬ دغسې وزيراعظم ټول اصلاحات په ټاكلې موده كښې د بشپړولو امر وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د برېښنا څانګې په اړه د اقدامات جاج اغستو غونډې دوېم پړاؤ
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena