مظفرآباد ۔14دسمبر (اے پی پی) د آزاد حکومت ریاست جموں و کشمیر وزيراعظم چوهدري انوارالحق وئېلي دي د آزاد کشمیر ټول نظام د كشمير د ازادۍ تحریک لپاره دے ، د كشمير د آزادۍ تحريك او د تحریک تکمیل پاکستان پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره وي ، د وېنې تر آخري څاڅكي به د آزادۍ لپاره جنګ كوو ، كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د آزاد جموں و کشمیر اسمبلی خاص غوندې ته خطاب کښې وكړه ۔ ده وو??ېل د هندوتوا فلسفې څخه د خیر هيله لرل عبث ده، اوس د غندلو بیانونو څخه خبره وړاندې تللې، كه مونږ راتلونكو نسلونو له څه وركول غواړو نو بيا به دوي له د وړاندې تللو سوچ وركول وي ۔وزیراعظم وو??ېل د کشمیریانو خپلولي د پاکستان او پاکستانی اولس سره ده ، دا به كله هم کمزورې نشي ۔ مضبوط او خوشحال پاکستان د کشمیریانو مضبوط وکیل ثابتېدے شي ۔ ده وو??ېل په آزاد کشمیر كښې مو سټیټس د ژرړې څخه ويستلے ۔ د آزاد کشمیر وسائل يواځې د اولس په ښېګره به خرڅ کېږي ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم وو??ېل د ازادۍ تحریک ته اول پام لرنه كولې شي، ټول وسائل د تحریک لپاره به استعمالوو ۔ده وو??ېل وخت راغلے چې مسئله کشمیر په نړيواله كچه په موثر ډول رامخې ته كولو له منصوبه بندي وكړو۔ وزیراعظم وو??ېل هند كله هم پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتلو جرات نشي كولے، مونږ له خپلې ذمه وارۍ ادا کول دي ۔ده وو??ېل زه د كشمير شهدانو ته د عق??دت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان هر كلي کولو سره وو??ېل ستاسو د بیس کیمپ دارلحکومت مظفرآباد دورې څخه د کشمیریانو حوصلې لوړې شوي دي۔
د مقبوضه کشمیر آزادۍ او د پاكستان سره تر الحاق پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره وي ، چوهدري انوارالحق
Hip Hop Panda Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش