اسلام آباد۔30اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي وفاقي محاصل 100 فیصده د پورونو په ستنولو كښې ځي، د اتلسم بدلون نه وروستو سيمه ايز برمختګ د صوبو زمه واري ده خو د دې باوجود وفاقي حکومت په بېلا بېلو ضلعو كښې د صوبو سره په ګډه برمختيائي پروګرامز پېل كړې دي، سکھر۔ حیدر آباد مو??روے منصوبې په اړه چین سره خبرې اترې روانې دي چې څنګه هم ممكن شي دا منصوبه به مکمل کولې شي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آغا رفیع اللہ د پوښتنې په ځواب ده ووئېل شك نشته چې د ترقۍ په اړه د هېواد په بېلو برخو سيمو كښې تفریق مو??دلې كېږي ۔ ده ووئېل د پي ایس ډي پي حجم 1400 ارب څخه په كمېدو تر 1100 اربه راغلے، ممکن ده چې په دې كښې لا كمے راشي ځكه چې د وفاق محاصل 100 فیصده د پورونو په ستنولو ځي ، د وزیراعظم محمد شهباز ش??یف په مشرۍ كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات عمل روان دے، د 18 بدلون نه وروستو زمونږ د ترقۍ ضروریات بدل شوي ?? د وفاقي ترقیاتي بجټ حجم د كمېدو باوجود وفاقي حکومت د هېواد په 20 ضلعو كښې د وفاق او صوبائي حکومتونو په اشتراك ترقیاتي پروګرام شروع کړے ۔ ده ووئېل د آئي ایم ایف سره د فریم ورک په وجه وزیراعظم په اولس كم پیټے اچول غواړي، 2018 كښې د صوبائي نوعیت منصوبو پي ایس ډي پی كښې حجم 15 فیصد ؤ كوم چې اوس 40 فیصد ته راغلے او د وفاقي حکومت وسائل 60 فیصده کم شوي ۔ د ډاکټر شازیه ثوبیه د ضمني پوښتنې په ځواب كښې احسن اقبال ووئېل د پي ایس ډی پي وېش په صوبائي بنیادونو نه كېږي ځكه چې كه په كومه صوبه كښې د بجلۍ منصوبه شروع كېږي نو ګټه يي ټول هېواد ته رسي ، د تېر بجټ په مو??ع پي ایس ډي پي كښې بلوچستان لپاره تر ټولو زياتې منصوبې اېښودې شوې وې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل د کراچی۔ حیدر آباد سپر ہائی وے مو??روے جو??ه كرې شوې خو مو??ږ دا وايو جې دا پورا نه ده، د چین په مرسته د کراچی۔ حیدر آباد نوې مو??روے منصوبې فزیبلټي جوړېږي ، د سکھر۔ حیدر آباد مو??روے منصوبه كومه چې زمونږ د حکومت تللو نه بس ختمه كرې شوې وه اوس د دې منصوبې تکمیل لپاره چین سره خبرې روانې دي۔ د اعجاز جاکھراني د پوښتنې په ځواب كښې احسن اقبال ووئېل مو??ږ له به د ترقۍ عمل زياتولو لپاره نجي څانګه هم شراکت داره جوړول وي ?? سکھر۔ حیدر آباد مو??روے منصوبې لپاره زمونږ سره دواړه آپشن شته چې كوم هم بهتر ښكاره شو منصوبه به مکمل کولې شي
وفاقي محاصل 100 فيصده د پورونو په ستنولو لاړ شي٬ د 18 بدلون نه وروستو سيمه ايز پرمختګ د صوبو زمه واري ده ٬ احسن اقبال
माहजोंग रोड ईमानदार मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ