اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئيلي دي بلوچستان د هېواد تر ټولو لويه صوبه ده او د هېواد د مجموعي زمكې 44 فیصد ده۔ بلوچستان كښې 70 فیصده سخته غرئيزه سي??ه ده،دلته کاروبار کول د نورو صوبو په نسبت مشکل کار دے۔د دې خي??لاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ كوئټه كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د بلوچستان ځائې انډسټري ته وده وركول غواړو دغسې چې ځائې وګړي پرمختګ وكړي او د هغوي د ژوند معيار ښه شي۔ده ووئيل د بلوچستان ??خت?? غرئيزه سيمې په وجه دلته مېشتهكسانو ته کاروبار كښې مشکلات رامخې ته كېږي ځكه چې دلته موسم او سي??ه د نورو صوبو څخه مختلف ده،د وزیراعظم په مشرۍ كښې کمېټي جوړه شوې كومه چې کاروباری كسانو او کاروبار زياتولو له كار كوي۔ده ووئيل د تجارت و??ارت او ??ډا?? هر ضلع كښې د کاروبار ودې لپاره كار كوي،دلته كه کاروباري كسان ګټه ترلاسه كړي نو ایکسپورټ به زيات شي۔ جام کمال ووئيل په هر فورم هڅي كوو چې کاروباري كسانو لپاره ښه ماحول پیدا کړې شي، بلوچستان يو ګيټ وے دے او وګړي دا مني هم، تر مينځني اسياﺀ او اروپا رسنه د بلوچستان سمندری سيمو څخه ممكن ده۔ده ووئيل د بهر هېوادونو زياتي کمپنۍ دلته ټرابسپورټ ، لاجسټك او نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره بلوچستان ته راځي،مونږ غواړو چې بهر هېوادونو څخه وګړي بلوچستان ته راشي او دلته بزنس ټو بزنس ملاقاتونه وكړي۔
د بلوچستان ځائي انډسټري ته وده وركول غواړو دغسې چې ځائې وګړي پرمختګ وكړي ۔ د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان ميډيا سره خبرې
रेस्तरां सनक प्रतिष्ठा सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات