اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټ محمد صادق سنجراني وئيلي دي اسلام د روادارۍ، مينې او د امن پېغام وركوي٬ په نړۍ كښې زياتېدونكې اسلامو فوبيا مسلمانانو لپاره د سنګينو نتيجو سبب جوړېږي٬ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په انډونيزيا كښې د نړيوالې اولسي مشاورتي اسمبلۍ فورم پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې صادق سنجراني ووئيل د اسلام دښمنان مسلمانان په انفرادي او اجتماعي توګه پ?? نخښه كوي۔ ده د “شخړو حل” او د “تجارت ودې” لپاره د كمېټو جوړولو تجويز پارلمانونو ته وړاندې كړو دغسې چې د مسئلو حل لپاره موثره فورم جوړ كړے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اسلامي هېوادونه د يو اكائي په توګه كار كولو كښې پرله پسې ناكامه دي، په فلسطين او كشمير كښې په مسلمانانو ظلمونه او بربريت انسانيت سوز عمل دي او د روهنګيا كډالو او د افغانانو بحالۍ لپاره پرله پسې غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده و??ئيل د م??ګرو ملتونو سلامتي كونسل او نورو مهمو فورمونو له پ?? دې ظلمونو لائحه عمل اختيارل پكار دي ، ده و??ئېل جنرل اسمبلۍ په اتفاق سره يو قرارداد ??نظ??ر كړے كوم چې پاكستان د او آئي سي د لارې وړاندې كړے ٶ چې هر كال به د مارچ پنځلسمه نيټه د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي ۔ ده و??ئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها مالي او ځاني قربانۍ وركړي ٬ نزدې يو لك پاكستانيان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان شوي او 126 بېليون ډالره مالي زيان هم پاكستان ته رسېدلے دے۔ ده و??ئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د ډېرو خوارو په سبب مونږ د امن دښمنانانو ته پ?? ماتې وركولواو په ترهګرۍ قابو موندلو كښې بريالي شوې يو او زمونږ د وسله والو ځواكونو شمېر د نړۍ په ښه وظيفائي ځواكونو كښې كېږي، ده و??ئېل د پاكستان وسله وال ځواكونه پ?? نړۍ كښې هر ډول چېلنج قبلولو لپاره تل چمتو وي او په جنګ او امن كښې د م??ګرو ملتونو په مشنز كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو كردار د دې خبرې واضح ثبوت دے ۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړو چې په غېرجانبداره ډول د سوله ايزو خبرو اترو د لارې د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د م??جوده شخړو خاتمې لپاره كار كولې شو ٬ ده و??ئېل د او آئي سي غړو ترمېنځه اقتصادي مرستې زياتولو لپاره دې لائحه اختيار كړې شي او دې لپاره دې مستقل سېكرټرېټ جوړ كړے شي۔ په دې موقع ده پاكستان كښې د اوسني سېلابي صورتحال ذكر كولو سره پ?? انساني بنيادونو د مرستې په اړه د انډونيزيا مننه هم وكړه۔ ده و??ئيل د آئي ټي پحقله د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان، د تركيه د صدر رجب طيب اردوان او د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني لخوا ځنوانانو لپاره د معاونت ستائنه كوٶ۔ ده د جمهوريه انډونيزيا اولسي مشاورتي اسمبلۍ ته د او آئي سي پارلماني يونين او د مسلم ورلډ ليګ سره د م??مو كنفرنسونو په تابيا مباركي وركولو كښې ووئيل د دې غوره كنفرنس به پ?? زړه پ??رې نتيجې رامخئ ته شي
اسلام د روادارۍ، مينې او د امن پېغام وركوي٬ په نړۍ كښې زياتېدونكې اسلامو فوبيا مسلمانانو لپاره د سنګينو نتيجو سبب جوړېږي۔ محمد صادق سنجراني
Super Andal Bahar Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری