اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د خزانې ??فاقي وزير سينيټراسحاق ډار وئيلي دي حکومت عامو وګړو ته زيات ريليف وركولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي، موجوده حکومت اولس لپاره د بيړنې ??رمختګ كولو٬ كاروباري څانګه او د ګورننس ن??ام ته وده وركولو ته پام لرنه كوي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل حکومت بې وسه اولس ته سهولت وركولو لپاره د پټروليم مصنوعات بيعه كښې لاندې باندې نه دے كړے۔ ده ووئيل د عمران حکومت د کمزورو پاليسو ??ه ام??ه اولس ستونزو سره مخ دے٬ عمران خان په تېرو څلورو كالو كښې رېكارډ قرض اخستے، د?? ووئېل د عمران خان حکومت په پاکستان د قرض بوجھ كم نه كړے شو۔ د آرمي چيف په تقررۍ تبصره كولو سره ده ووئيل د نوي آرمي چيف انتخاب به د هېواد د ائين او قانون له مخې كېږي او دا كار به د روانې ??ياشتې تر پائې بشپړ شي۔ د يوې پوښتنې ??ه ځواب ده ووئيل سياسي ګوندونو د ميثاق معيشت د كار پېل كولو تجويز وركړے، ??ونږ په ميثاق جمهوريت سياسي ګوندونو سره كاميابي ترلاسه كړې وه ۔ د اعليٰ چارواكو د ټېكس دستاويزات ليك كېدو د پوښتنې ??ه ځواب ده ووئيل د دې په شا چې كوم عناصر دي د ھغوي په ګوته كولو لپاره امر شوے ٬ د ډالر په مقابل كښې د پاكستاني كرنسۍ قدر كښې د كمي په اړه د يوې پوښتنې ??ه ځواب وفاقي وزير ووئيل د حکومت په ضد د عمران خان منفي اېجنډې په كاروباري او اقتصادي څانګه خراب اثر غورځولي ۔ ده د تحريك انصاف په مشرانو زور رواړو چې ھغوي د حكومت مخالف تحريك د پاليسۍ نه ډډه وكړي
حکومت عامو وګړو ته زيات ريليف وركولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار
Yehu APP game download
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج