اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د حکومت د اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني ??عيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اتحادي ګوندونو د مشرانو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې شوې٬ غونډه د آئيني ??قرريو پحقله په يو نكاتي اېجنډا شوې٬ ټولو اتحادي ګوندونو د آئيني ??عيناتو په اړه د پرېكړې اختيار وزيراعظم شهباز شريف له وركړے او په وزيراعظم شهباز شريف ئې د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلې دي تاسو چې كومه پرېكړه كوې مونږ به ستاسو سره ولاړ يو٬ پخواني ??در او د پيپلز پارټۍ شريك چيئرمېن آصف علي زرداري غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل تاسو وزيراعظم ئې او آئين دا اختيار او استحقاق تاسو له دركړے٬ دغسې په مشاورت كولو اتحادي ګوندونو د وزيراعظم او وزيراعظم شهباز شريف په باور څرګندونه د اتحادي ګوندونو او د دوي د مشرانو مننه كړې ۔ په دې موقع د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمان ووئيل وزيراعظم چې كومه پرېكړه وكړي زمونږ ګوند به ورسره ولاړ وي او تائيد به ئې كوي۔ د بلوچستان عوامي پارټ?? مشر خالد مګسي ووئيل مونږ به ستاسو د پرېكړې سره په كلكه ولاړ يو۔ دغسې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل ميا صاحب مونږ ستاسو د پرېكړې تائيد كوو٬ د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر خالد مقبول صديقي ووېيل مونږ په تاسو بشپړ باور لرو٬ تاسو آئيني ??ق لرئ٬ تاسو چې مونږ سره مشاورت وكړو په دې مونږ ستاسو مننه كوٶ۔ ملاقات كښې اسلم بھوتاني ووئيل د آئين له مخې پرېكړه تاسو له كول دي او مونږ ستاسو د پرېكړې تائيد كوٶ٬ محسن داوړ٬ آفتاب شېر پاؤ ووئيل اختيار تاسو سره دے مونږ په تاسو باور لرو۔ شازين بګټي ووئېل د پرېكړې واك مونږ تاسو له دركړے ٬ تاسو پرېكړه وكړې او مونږ ستاسو سره ولاړ يو۔ ملاقات كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل د ټولو ګوندونو په وزيراعظم شهباز شريف د باور څرګندونه كړې او مونږ لپاره د وياړ خبره ده۔
د حکومت اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړو
Fund the download of emoji APP game platform
APP77-231122
ISLAMABAD: November 23 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the leaders of Coalition parties. APP/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ