اسلام آباد12دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان به په هېڅ صورت ديواليه نه شي ٬صدر سره د اسحاق ډار ملاقات زما په اجازت شوے ٬ د هېواد معاشي بحالۍ ٬ بقاﺀ او سلامتيا لپاره سل قدمه وړاندې تللو ل?? چمتؤ يؤ٬ عم??ان نيازي او د ده ډلې د تورونو لګولو او هېواد ته د زيان رسولو نه علاوه هېڅ نه دي كړې٬ د ډالۍ په توګه ترلاسه كړې د خانه كعبې ماډل ګھړۍ خرڅولو سره يۍ د هېواد عزت نيلام كړې ٬ زمونږ د كورنۍ په ضد ناوړه كمپائن چلولې شوې ٬زمونږ په دور كښې ترلاسه شوې مرسته په سپيځلې ډول كارولې شوې ٬ د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ كلين چټ راكړے دے ٬ د ډېلي ميل په معامله كښې لوے څښتن مونږ ته عزت راكړے دے٬ قمر جاوېد باجوه د عم??ان خان محسن دے ٬ خو عم??ان خان احسان هېرونكے دے٬ حكومت هڅه كوي چې د پټروليم بيعو زياته ګټه اولسي ته ورسوي٬ په پاك افغان تاؤ تريخوالي غور له فوري غونډه راب??لې شوې ده٬ نواز شريف به ډېر زر هېواد ته بېرته راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او د وزيراعظم مرستيال فهد حسېن هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې تېر حكومت زمونږ د كورنۍ بدنامولو هڅه كړې٬زمونږ په كورنۍ يۍ بې بنسټه تورونه لګولي٬زما د مشر نواز شريف د بدنامولو يۍ ناوړه كمپائن چلولې٬ د پانامه څخه تر اقامه پورې ټول معاملات د اولس په وړاندې دي٬د پخواني چيف جسټس شوكت عزيز صديقي بيان د ټولو په وړاندې دې۔وزيراعظم ووئيل چې د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ مونږ ته كلين چټ راكړے٬ د ډېلي ميل په معامله كښې لوے څښتن مونږ ته عزت راكړے٬ ډېلي مېل غېر مشروط معافي غوښتلې٬ ډېلي مېل ما څخه نه بلكې پاكستاني اولس څخه معافي غوښتلې۔ ده ووئيل چې ما د ډېلي مېل په ضد عدالت ته د تللو اعلان كړے وو ٬ اول مې ليګل نوټس ولېږلو ٬ درې كاله دا معامله وځنډولې شوه ٬ ورځپاڼې معافي نامه شائع كړې۔ ده ووئيل د كال 2008 نه تر كال 2018 په مهال 600 ملي?? پاؤنډ پاكستان او پنجاب لپاره راكړې شوي ٬ زمونږ په دور كښې ترلاسه شوې مرسته په سپېځلي ډول مصرف كړې شوې ده۔ ده ووئيل عم??ان نيازي د هېواد معيشت تباه كړو٬ ملګرو هېوادونو سره يۍ اړيكې اغېزمنې كړې ٬ د بهرنۍ مرستې مخنيوي لپاره يۍ د دروغو خبرونه خپاره كړل٬ د عم??ان خان د بدعنوانو په اړه فنانشل ټائمز وئيلي ٬ عم??ان نيازي كه ريښتنې وي نو هغه دې د فنانشنل ټائمز په ضد كېس وكړي۔ ده ووئيل د تېر حكومت په دور كښې مريم نواز ګرفتار كړې شوه ٬ عم??ان او دده حواريانو ته شرم رانغلو۔ د اسلام آباد هائي كورټ مريم ته كلين چټ وركړے۔ د عم??ان نيازي حكومت د آصف ع??ي زرداري خور فريال تالپور د اختر په شپه ګرفتار كړه او بل اړخ ته يۍ د خپلې خور ته د اېمنسټي سكيم دلارې اېن آر او وركړه د كومې چې په دبۍ او امريكا كښې جائيدادونه نيولې شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ په دور كښې 14 زره مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې شامل كړې شوه٬ مونږ د برېښنا ارزانې منصوبې جوړې كړې ٬ مونږ د ارزان ګاز لوظنامې وركړی۔ ده ووئيل د عم??ان نيازي په څلور كلن دور كښې انتقامي كارروايۍ بام ته رسېدلې وې۔ ده ووئيل رانا ثناﺀ الله بري شوے ٬ د ده په ضد كوم ثبوت نه دي ترلاسه شوې۔ وزیراعظم ووئيل د سېلاب ځپليو مرستې لپاره وفاقي حكومت 70 اربه روپۍ وركړي دي٬ د اېن ډي اېم اے د لارې كمبل ٬ خېمې ٬ داروګان او نور سامان تقسيم كړے شو٬ اوس هم لويې چېلنج زمونږ مخې ته دې٬ ځپليو ل?? به كورونه جوړول وي٬ ده وئيل شتمنو شخصياتو سېلاب ځپليو ل??اره 100 كورونه جوړ كړې دي٬ داسې د زرګونو په شمېر كورونه جوړول دي۔ ده ووئيل مونږ د 1800 اربه روپو كسان پېكج وركړے دے٬ خېبر پختونخوا لپاره مو د اوړو او چينو انتظام كړے دے۔ ده ووئيل سېلاب ځیپليو ل??اره نورو هېوادونو هم زمونږ مرسته كړې ده خو اوس هم مونږ ته په كھربونو روپۍ پكار دي۔ ده ووئيل د اولس په دعا او د اتحادي حكومتونو د هڅو په نتيجه كښې هېواد په صحيح لوري روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل په ډالۍ كښې ترلاسه شوې ګھړۍ د عم??ان خان نه بلكه د 22 كروړه اولس امانت وو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جنرل (ر) قمر جاوېد باجوہ د عم??ان خان محسن وو خو عم??ان احسان فراموشه ثابت شو۔ د پوځ نوے سرلښكر پروفېشنل سولجر او كېريئر لرونكے دے۔ دې به پاك پوځ مضبوط كړي او په خپله دائره كښې پاتې كېدو سره به د هېواد خذمت وكړي۔د پاك افغان د پولې وضعې په اړه وزيراعظم ووئيل په پاك افغان پوله د تاؤ تريخوالي په صورتحال غور لپاره مو فوري غونډه راب??لې ده٬ د بې ګناه كسانو د وژنې پېښې سخته غندنه كوؤ٬ افغانستان څخه غوښتنه كوؤ چې د دې ډول پېښو مخنيوي له اقدامات وكړي ولې چې دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته زيان ورسي۔ ده ووئيل د موجوده اتحادي حكومت هڅه ده چې په بې وزله اولس كوم بوج رانشي٬ په نړيواله منډۍ كښې د تېلو په بيعه كښې د كمي ګټه به اولس ته رسولې شي
پاكستان به په هېڅ صورت ديواليه نه شي ٬ صدر سره د اسحاق ډار ملاقات زما په اجازت شوے ٬ د هېواد معاشي بحالۍ ٬ بقاﺀ او سلامتيا لپاره سل قدمه وړاندې تللې شؤ ٬ د وزيراعظم شهباز شريف خبري كنفرنس ته خطاب
Captain’s Bounty APP game website
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria