اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د جمو و کشمير د اولس د خپلواكۍ حق مل??تړ له د خپل عزم پخلي كولو سره په د?? خبره زور رواړو چې نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګري ملتونه د?? خپل لوظونو عملي كړي او داسې اقدامات دې وكړي چې ورسره د جم?? او کشمير اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدل باوري شي۔ د زيارت په ورځ د خپلواكۍ حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير خپل پېغام كښې ووئيل په نننۍ ورځ كال 1949 كښې هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن (يو اېن سي آئي پي) په متفقه توګه د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د خپلواكه او بې پرې استصواب رائے د لارې كشميري اولس له د خپلواكۍ حق په مل??تړ كښې قرارداد منظور كړې ٶ۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق د نړيوال قانون يو بنيادي اصول دے كوم چې د بشري حقونو په نړيوال دستاوېز كښې په ځائ ساتلے شوېدے او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د خپلواكۍ د حق پحقله خپل كلن قرارداد كښې د دې توثيق كړے دے۔ خارجه وزير ووئيل دا ورځ نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګرو ملتونو له د جم?? او كشمير د اولس عزم د احترام ضرورت رامخې ته كوي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې آزادانه او د غېر جانبدارانه استصواب رائے د لارې د كشميريانو د خپلواكۍ حق مل??تړ لپاره خپل كردار لوبوي٬ د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې به مونږ د كشميري اولس د هڅو بشپړه٬ سياسي او سفارتي مل??تړ جاري ساتؤ
نړيواله ورورولي دې د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركول باوري كړي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري
Big Bingjing APP download website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان