اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي د تحريك انصاف حكومت د هېواد معيشت تباه كړے٬د عمران خان په حكومت كښې د هېواد پور 20 ټرېلين روپۍ زيات شوے ۔د زيارت په ورځ د خزانې پخواني وزير شوكت ترين د نكتې په ځواب وركولو كښې ده ووئيل د مارچ تر 2022 د پي ټي آئي حكومت د اړخه په مجموعي قرض كښې 20 ټرېلين روپۍ اضافه شوې۔ده د شوكت ترين څخه پوښتنه وكړه چې هغه تر دسمبر 2021 شمېرې ولې وركوي۔آيا دا د حقيقت څخه د پام ګرځولو او غلط بياني نه ده٬په يقيني توګه مونږ هغوي څخه د ښه طرزعمل هيله لرله۔د خزانې وزير ووئيل د تحريك انصاف په دريو كلونو كښې 10.22 ټرېلين روپۍ خساره شوې۔سږ كال د خسارې حجم 5.575 ټرېلين روپو اندازه ده او دا شمېرې د خزانې وزارت د شوكت ترين سره شيئر كړې وې ځكه پخوانے وزير د دې ترديد نه كوي٬ ده ووئېل حقيقت دا دے چې خالص خساره 15.795 ټرېلين روپۍ ده۔
د تحريك انصاف حكومت د هېواد معيشت تباه كړے ٬د عمران خان په حكومت كښې په هېواد پور 20 ټرېلين روپۍ زيات شوے۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د شوكت ترين ځواب
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار