سلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دې حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي٬ د آئي اېم اېف په وړاندې به ځولۍ نه نيسوو٬ مونږ د دوست هېوادونو څخه مرسته اخستې٬ معيشت په سم لور روان دې ٬ په راتلونكو ورځو كښې به د معاشي پرمختګ خواږه تر نظره شي٬ د کرتار پور راهدارۍ پرانستلو سره مو ګردې نړۍ ته د امن پېغام وركړې٬ د 50 نه زيات هېوادونه داسې دي پاكستان ته په راتللو به ورته ويزا ترلاسه كېږي چې له مخې به ئې سرمايه كاري زياته شي٬ ده ووئېل پيپلز ګوند د سندھ ا??لس ته څه وركړې؟ پيپلز ګوند سندھ كښې د ظلم انتها كړې٬ پاکستان د اوبو بحران پلو روان دے ۔ د جمع?? په ورځ عمر كوټ كښې ګوټه عطا محمد پلي او مير پور خاص په ټول پلازه ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې د كرتارپور لار?? په پرانستلو سكه كميونټي ډېره خوشحاله ده ٬ مونږ ته د ګرۍ نړۍ نه د كمال رسپانس راغلې٬ پرون په وزیر اعظم آفس ك?? په دې لړ كښې پرېذنټېشن وركړې شوې چې له مخئ به ئ?? په منصوبه دوه اربه نه زياتې روپۍ خرڅ كولې شي٬ ده ووئېل د پاکستان نقشه بشپړه كړې شوې٬ زمونږ مقصد آ??ان?? پېدا كول او خلق يو بل سره رانزدې كول دي٬ راوي درياب سره چې كوم بندونه جوړېدل ھغه بشپړ كړې شوې ۔ ده ووئيل پاکستان د کرتا پور منصوبې ته عملي شكل وركولو لپاره سنجيده دے٬ هيله لرو چې د عمر كوټ څخه تر كهوكهرا پارك لاره به هم پرانستلې شي۔ خارجه وزير ووئيل پرون زمونږ حكومت لويه پرېكړې كړې ٬ 173 هېوادونونو ته د اي ويزا آ??ان?? وركولو پرېكړه شوې ٬ د مياشتو انتظام به اوس نه وي٬ د 50 نه زياتولو هېوادونو ته به په راتګ ويزه وركولې شي چې ورسره به سرمايه كارۍ ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل پاكستان د اوبو بحران پلو روان دے ٫ كه د اوبو كمې پېدا شو نو ټول هېواد كښې به د اوبو بحران وي٬ دلته چې د تېرو 40 كالو راهسې چا حكومت كړې ھغوي څخه دا پوښتنه ده چې ھغوي اوبو لپاره څه كړې ٬ ده ووئېل پيپلز ګوند د سندھ ا??لس ته څه وركړې؟ پيپلز ګوند سندھ كښې د ظلم انتها وكړه٬ پوليس د سيمې د مشرانو ملازمان دي ٬ د مټهي روغتون ته اوګورۍ هره ورځ ماشومان مري ٬ كله چې چیف جسټس ورځي نو د روغتونونو او سړكونو رنګ روغن وكړې شي٬ ده ووئېل وزيراعظم به دلته راولم او ورته به د دې ځائ بې وسي ښائم۔ د يوې پوښتن?? په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ساهيوال په پېښه كښې ككړ كسان اخوا كړې شوې دي او په ھغوي به د ترهګرۍ مخنيوي عدالت كښې مقدمه چلولې شي ٬اولس مېنډېت راكړې ٬ حكومت به خپله آئينې موده ترسره كوي۔ خارجه وزير ووئيل د هند پشمول ټولۍ نړۍ سره ښې اړيكې غواړو٬ ده ووئيل زما خواهش ٶ چې د كهوكهرا پار لاره هم پرانستلې شي دغسې چې تهر څخه په آ??ان?? سره خلق راجهستان ته لاړ شي٬ ده ووئېل هند سره مذاكرات غواړو ٬ يو حكومت د دې نه وړاند?? په سنجيدګۍ سره خبره نه ده كړې ٬ زمونږ حكومت دا لويه پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل زمونږ ليډر شپ بهادر دے ٬ وفاقي حكومت د چا په خواهش نه شي ختمېدې۔ ده ووئيل عمرکوټ او تھرپارکر كښې د اوبو سخت كمې دے ٬ په تېرو لسو كالو كښې ولې اولسي مسئلې نه دي حل كړې شوې۔ د دې نه وراندې چې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي عمر کوټ ته راورسېد نو دروند هركلې ئې وشو په كوم چې وفاقي وزير د عمر كوټ د وګړو مننه وكړه۔ خارجه وزير اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل په كال 2013 او 2018 كښې عمر كوټ ته راغلې ووم خو چوكۍ لپاره نه ٬ د عمر كوټ د وګړو بهترۍ لپاره راغلې يم ٬ زه د يو لك 5 زره ووټرانو مننه كوم چا چ?? په ما د باور څرګندونه كړې۔ خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د مير پور خاص په ټول پلازه ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل نن د عمركو?? د ??رور خان پلي غمرازۍ لپاره روان يم ٬ تحريك انصاف غواړي چې پوليس به بهتر شي٬ پولیس كه د حدونو نه تجاوز كوي نو كنټرول كول ئې د حكومت ذمه واري ده۔ خارجه وزير ووئيل عمران خان چې څنګه د خېبرپښتونخوا پوليس نظام ښه كړې ھغس?? په سندھ ا?? پنجاب كښې بهتري پكار ده۔ د ضمني مالیاتي بدلون بل سره به تجارت٬ سرمايه كارۍ او برآمدات ته وده ورسي او بل په په تجارتي او مالي زيان قابو موندلو كښې يو سنګ ميل وګرځي۔ ده ووئيل په بل كښې هاٶسنګ ٬ كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو او څانګې ډاډګيرنه شوې ٬ دغسې چې هېواد كښې د روز ګار نوې موقعې راپېدا شي۔ په معاشي هلو ځلو كښې اضافې لپاره د بېنكارۍ او سټاك ماركيټ ته مراعات وركړې شوې ٬ د موثره معاشي سفارتکارۍ له امله په نړيواله كچه سرمايه كار پاكستان كښ?? په سرمايه كارۍ كښې خوښي لري ۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان د دواړو اړخونو تجارت زياتېږي ٬ برآمدات زياتېږي٬ معيشت په سم لور روان دے٬ په راتلونكو ورځو كښې به د معاشي پرمختګ خواږه تر نظره شي
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável