رياض 24 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د درې ورځنې دورې په دوهم پړاٶ كښې رياض ته ورسېدو. شاه فهد په نړيواله هوائي اډه په شاهي ټرمينل شهزاده محمد بن عبدالرحمان بن عبدالعزيز د ده تود هركلې وكړو. وزيراعظم د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په رياض كښې د مېنځني ختيځ ګرين ا??دام د مشرانو په غونډه كښې ګډون كولو لپاره د سعودي په دوره دے. د وزيراعظم په پلاوي كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د ماحولياتو خاص مرستيال ملك امين اسلم هم شامل دي. وزيراعظم عمران خان به د مشرانو په غونډه كښې د ماحولياتي بدلون په وجه د پرمختګ كوونكو هېوادونو په چلېنجونو خپل نظر وړاندې كوي. د وزيراعظم د دورې په ا??ه د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به د غونډې ګډون كوونكي د ماحولياتي چېلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان د تجربو څخه خبروي. ګرين سعودي او ګرين مېنځنې ختيځ اقدام ولي عهد په كال 2021م كښې د مارچ په مياشت كښې پېل كړے و چې مقصد ئې د فطرت ??و زمكې حفاظت كول دي. وزيراعظم عمران خان د دې دواړو اقداماتو هركلې كولو سره د پاكستان د كلين ګرين پاكستان ا?? د لس اربه سونامي ټري پروژو د تجربو څخه د استفاده كولو وړاندېز كړے. د دورې په مهال به وزيراعظم د سعودي مشرانو سره دوه اړخيزه ??بر?? هم كوي چې پكښې ب ه د معاشي او تجارتي اړيكو په لا قوي كولو غور كولې شي. په دې موقع به په سعودي كښې د پاكستان ا??رادي قوت لپاره د نورو موقعو په پېدا كولو او د پاكستانيانو د خېر ښېګړې پشمول د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چ??رو هم ??بر?? كولې شي. د دورې په مهال به وزيراعظم د سرماريه كارې ودې په اړه په دستوره كښې هم ګډون كوي او په سعودي كښې پاكستاني سرمايه ك??رو او تجارانو سره به ??بر?? كوي. پاكستان ا?? سعودي د ورورولې پخوانې تاريخي اړيكې لري. سعودي د شل لكو نه د زياتو پاكستانيانو دوهم كور دے كوم چې د دواړو هېوادونو په پرمختګ او خوشحالې كښې برخه اخلي. د وزيراعظم دوره به د پاكستان ا?? سعودي ترمېنځه د مرستې مثبت رفتار لا پراخا كړي.