اسلام آباد 30 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د لاهور هائي كورټ حكم له مخې د پنجاب نوي ټاكلې وزيراعلٰی حمزه شهباز شريف څخه سوګند اخستو لپاره لاهور ته لاړو۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د لاهور په هوائي مېدان د صوبائي انتظامې د اړخه د هغه تود هركلے وكړے شو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پنجاب نوې ټاكلې وزيراعلٰی حمزه شهباز شريف څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره ګورنر هاؤس لاهور كښې وشوه۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ غړو او د صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔د سوګند پورته كولو دستورې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د علامه اقبال مزار ته لاړو او په مزار يې د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔د دې نه پس راجه پروېز اشرف د داتا ګنج بخش په مزار حاضري كولو سره فاتحه خواني وكړه۔ده په دې مهال د هېواد پرمختګ او څوكالۍ لپاره خاص دعاګانې وغوښتې۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پنجاب نوې ټاكلې وزيراعلٰی حمزه شهباز شريف څخه سوګند واخست
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ