اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل په اپيل په ګرد هېواد كښې د جمعې ورځ د يوم تقديس قرآن په توګه ولمانځلې شوه۔ كراچۍ څخه تر خېبر په جوماتونو كښې قراردادونه وړاندې كړې شول٬ احتجاجي لاريونونه وويستلې شول٬ علماﺀ كرام ٬ مشائخو او خطيبانو د جمعې اجتماعاتو ته په خپلو خطبو كښې ووئيل چې قرآن كريم زمونږ رېډ لائن دے او ددې بې حرمتي به كله هم زغملې نه شي۔ په سويډن كښې د لويے اختر په ورځ د لمونځ په وخت كښې د قرآن كريم سوزولو سره بې حرمتي كوؤنكي بدبخت د رايې آزادۍ تر نامې لاندې په نړيوال امن ښكاره بريد وكړو۔ د بده مرغه د لوئيديز حكومتونه ، عدالتونه او قانون نافذ كوؤنكې ادارې د دې ډول ترهګرو مرسته كوؤنكي جوړېږي د كومو ناپاكه حركتونه چې د مسلمانانو زړونه ارې ارې كوي۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ، مولانا ډاکټر ابو بکر صدیق (اسلام آباد) ،علامه عبد الحق مجاهد (ملتان)، قاضی مطیع ??لل?? سعیدی (ګجرات) ،مولانا اسد ??لل?? فاروق (لاهور)، مولانا اسعد زکریا (کراچی)، مولانا حق نواز خالد، مولانا عبید ??لل?? ګورمانی ، علامہ طاهر الحسن (فیصل آباد) ، مولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا حنیف عثمانی (ساهیوال)، پیر اسعد حبیب شاہ جمالی ، مولانا محمد اصغر کھوسه (ډیرہ غازی خان)، مولانا نعمان حاشر ، مولانا طاهر عقیل اعوان(پېنډۍ) ، مولانا ابو بکر صابری ، (اسلام آباد)، مولانا انوار الحق مجاهد ،مولانا عبد المالک آصف (ملتان)، مولانا اسلم صدیقی، مولانا عبد الحکیم اطهر، قاری محمد اسلم قادری (لاهور) ، مولانا محمد خورشیدنعمانی (بهاولنګر) ، مولانا عبد ??لل?? حقانی، مولانا عبد ??لل?? رشیدی (قصور) ، ، مولانا عاصم شاد ، مولانا عبد الوحید فاروقی (ناروال )، مولانا ابو بکر حمزہ (چکوال)، مولان?? حبیب الرحمن عابد، مولانا اظهار الحق خالد، صاحبزادہ حمزہ طاهر الحسن (فیصل آباد) ، مولانا سعد ??لل?? لدھیانوی (ټوبه ټېک سنګھ ) ، مولانا انیس الرحمن بلوچ (ګوجرہ)، مولانا عبد الرشید (حافظ آباد) ، مفتی محمد عمر فاروق (خانیوال) ، مولانا عبد الغفار شاہ حجازی (لودھراں)، مولانا تنویر احمد (بهاولپور)، مولانا محمد احمد مکی، مولانا محمد اشفاق پتافی (مظفر ګړھ)،مولانا کلیم ??لل?? معاویه (ننکانه)، مولانا عزیز الرحمن معاویه (تلہ ګنګ)، مولانا عزیز اکبر قاسمی (را??ن پور)، مولانا سعد ??لل?? شفیق(رحیم یار خان ) ، مولانا حسین احمد درخواستی (کراچی) ، مولانا یاسر علوی (سمندری) ، قاری عبدالرئوف ، مولانا مطلوب مہار (بهاولنګر)، مولانا زبیر کھټانه (ګوجرانواله)، مولانا عقیل زبیری (سرګودھا)، قاری عزیز الرحمن (لیه)، مولانا عاطف اقبال (کمالیه)او نورو د جمعې بيانونو كښې وكړه۔ دوئي ووئيل د بده مرغه دا ډول پېښې اوس تر افرادو محدود نه دي بلكې مغربي حكومتونه هم د نړيوال امن دې دښمنانو سرپرستي كوي۔ دوئي ووئيل قرآن كريم الهامي كتاب دے د كوم په بې حرمتۍ چې مسلمانان غلې پاتې كېدې نه شي۔ دوئي ووئيل مسلمانان د ټولو الهامي كتابونو احترام كوي او په ټولو انبياﺀ علېهم السلامو ايمان لري۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ د مقدساتو دې هم احترام وكړے شي۔ دوئي ووئيل په سویډن كښې د قرآن پاك د سوزولو پېښې څخه وروستو د اسلامي مرستې تنظيم غبرګون په وخت رامخے ته شوے خو په دې اړه عملي ګامونو ته اړتيا ده۔
د پاكستان علماﺀ كونسل په اپيل ګرد هېواد كښې د جمعې ورځ د يوم تقديس قرآن په توګه ولمانځلې شوه
Red Line Sprint Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2