اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي کشميريان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل ته په طمعه دي٬ سلامتي کونسل دې خپل لوظونه ترسره كړي، پاکستان به کشميريانو ته تر جائز حق ترلاسه كېدو او د آزادۍ هلو ځلو تر كاميابۍ د دوي ??ف??رت??٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د جمعې په ورځ د حق خود اراديت ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ګرده نړۍ كښې كشميريان نن د حق خود اراديت ورځ لمانځي، د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د جنورۍ په 5مه نيټه كال 1949 ??ښې په نننۍ ورځ د قرارداد د لارې كشميريانو ته دا حق وركړے چې ھغوي ?? خپلې خوښې له مخې د خپل سباون پرېكړه كولې شي٬ د دغه لوظ نن 75 كاله وشول خو افسوس چې دا لوظ پورا نه كړے شو۔ نګران وزير مرتضيٰ سولنګي ووئيل هند په كشمير د خپلې قبضې قوي كولو لپاره هڅې كوي، د شخړېزې سيمې حېثيت بدلولو په اړه په 11م دسمبر كال 2023 د هندي سپريم كورټ پرېكړه په دغه پلو يو تازه ګام دے۔ ده ووئيل مونږ په نننۍ ورځ د دې عزم پخلے كوٶ چې پاکستان به کشميريانو ته د جائز حق ترلاسه كېدو پورې او د آزادۍ هلو ځلو تر كاميابۍ د دوي ??ف??رت??٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔
کشميريان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل ته په طمعه دي٬ سلامتي کونسل دې خپل لوظونه ترسره كړي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
Cleopatra's Secret Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina